د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

په کابل کې درمل د لاس پلورونکو له خوا خرڅیږي


د کابل ښار په ځینو ځایونو کې لیدل کیږي چې بېلابېل درملو د لاس پلورونکو له خوا خرڅیږي.

په افغانستان کې بیوزلي، بې سوادي او د روغتیا په برخه کې د خلکو د پوهې د کچې ټیټوالی د دې لامل شوی څو خلک د سرکونو له مخې دغه د ټیټ کیفیت لرونکي درمل واخلي.

د کابل ښار ډیر شمېر اوسیدونکي د سرک په سر دغو د درملو پلورونکو ته ورځي او د بېلابېلو ناروغیو لپاره درمل ورنه اخلي چې د روغتیایي چارو د کارپوهانو په وینا دغه درمل بیا ناروغ ته د ګټې پر ځای هغه په نورو راز راز ناروغیو اخته کوي.

د ټیټ کیفیت لرونکي درمل د کابل ښار په سرای شمالي، پل خشتي، پل باغ عمومي او ځینو نورو هغو ځایونو کې خرڅیږي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره وي.

په دې درملو کې نه یواځې د درد او مسکنې دواګانې خرڅیږي بلکې د جنسي تقویت ځینې درمل هم په کې دي چې د ډاکټرانو په وینا د دغو درملو خرڅول پرته د ډاکټر له مشورې قانوني جواز نه لري.

یو شمېر عام افغانان وایي، چې ډیر خلک د دې درملو په تاوان نه پوهیږي خو له حکومت نه غواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او پرینږدي چې د سرکونو پر سر د دغو درملو په خوړلو سره د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

نه یواځې عام خلک بلکې د روغتیايي چارو یو شمېر کارپوهان او د ځینو درملتونو مسوولین هم د سرکونو پر سر د درملو خرڅول د خلکو په تاوان بولي او وایي، چې باید حکومت یې په هکله جدي اقدام وکړي.

دوی وایي، کوم درمل چې د سرکونو پر سر خرڅیږي نو د لمر د وړانګو او خاورو له امله خپل کیفیت له لاسه ورکوي او د بېلابېلو ناروغیو لامل کیږي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت وایي چې دغه درمل په غیر قانوني توګه له پاکستان نه افغانستان ته واردیږي او دوی به یې په هکله جدي اقدام وکړي.

ددې وزارت ویاند حفیظ فیاض د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې دوی به ډیر ژر ددې درملو د پلورلو مخه ونیسي:

(مونږ په دې برخه کې ډیر جدي یو، هغه درمل چې په غیر قانوني توګه د سرکونو پر سر خرڅيږي مونږ یې راټولوو او هغه خلک چې دا کارونه کوي دا د قانون او اصولو په خلاف کار دی.

دغه کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي، د عامې روغتیا وزارت د کورنیو چارو وزارت په مرسته ددې درملو د مخنیوي او راټولولو په برخه کې جدي اقدامات په پام کې لري.

یو شمیر درمل له پاکستان نه په غیر قانوني توګه افغانستان ته راوړل کیږي).

خو دی وایي چې خلک پخپله هم باید دغه درمل چې د سرکونو پر سر خرڅیږي وانخلي او ددې درملو په خوړلو له خپل ژوند سره لوبې ونه کړي.

دا یواځې د ټیټ کیفیت لرونکي درمل نه دي چې په کابل ښار کې د سرکونو په سر خرڅیږي بلکې ځینې خوراکي توکي او نوشابې هم د سرکونو په سر په ډیره ټیته بیه خرڅيږي چې د ځینو ډاکټرانو په وینا ددې ډول خوراکي توکو خوړل هم د راز راز ناروغیو لامل کیږي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG