د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

په بلغاریا کې یوه ځان مرګي د ۸اسرایلیانو ژوند واخیست


د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، يوه ځان وژونکي د بلغاریا د هوايي ډګر په یوه بس کې چې اسرائیلي سیلانیانو په کې سفر کاوه، خپل ځان وچاوده او اته کسه اسرائیليان یې ووژل.

اسرائیل د دې پیښې مسؤلیت د« حزب الله » د ډلې پر وسلوالو اچوي چي ایران یې ملاتړ کوي.

د کورنیو چارو وزیر« څوتانوف» د بلغاریا په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل:

“ یو کس چې د امریکا د موټړ چلولو جعلي لایسنس یې درلود، خپل ځان په بس کې چاودولی دی.”

نوموړي زیاته کړه، د دوي خاصو قواوو د ځان وژونکي له ګوتو څخه د « ډي اِن اې» سیمپل اخیستی دی چې هویت یې څرګند کړي.

په دې اړه د رویترز خبري اژانس راپور لیکلی دی، مهم ټکي یې فرح هېواد وړاندې کوي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG