د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

د سوريي د رژیم څلور مهم غړي ووژل شول


د سوريي په مرکز دمشق کې د چهارشنبې د ورځې چاودنې د سوريې د کورنیو چارو وزیر ابراهیم شعار، د دفاع وزیر داود راجحه، د هغه مرستیال اصف شوکت او په سوریه کې د بحرانونو سره د مبارزې د مدیریت مشر حسن ترکمني ووژل شول.

چاودنه پرون په داسې حال کې وشوه، چې دا درې واړه چارواکې د سوریې د کابینې او امنیتي مقاماتو په غونډه کې په خبرو بوخت وو.

د رویټرز اژانس په حواله، د سوریې د استخباراتو د رییس حشام بختیار په ګډون ګڼ شمېر کسان په دې چاودنه کې زخمیان شوي دي.

دا په تیرو څه باندې شپاړلسو میاشتو کې، چې د رژیم په ضد وسله وال پاڅون پیل شوی دی، دا د جمهور ریس بشار الاسد پر رژیم تر ټولو ټينګ ګذار بلل کیږي.

تر چاودنې څو ساعته وروسته د سوریې د دفاع نوي وزیر، جنرال فهد جاسم الفریج په ټلویزیوني څرګندونو کې دا حمله یو ترویستی عمل وباله،ده وویل:

"موږهغه کسان، چې د دې هېواد د وقار لپاره ووژل شول، شهیدان ګڼو.

دا تروریستي حمله به زموږ وسله وال ځواکونه د خپلې دندې د ترسره کولو، د پيښې د عاملینو د موندلو او د هغو کسانو د لاس لنډولو څخه منع نه کړي، چې زموږ امنیت ته تهدید پيښوي."


د دې پيښې مسولیت د (ازادې سوریې پوځ) او د (اسلام لوا) په نوم یوې اسلامپالې ډلې په غاړه اخیستی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي دي، چې د بشارالاسد کورنۍ له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د اوسپنیز سوک په وسیله پر سوریه کې واک چلولی دی، خو نور یې کنټرول له لاس څخه د وتلو په حال کې دی، د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا ویلي دي:

"وضعیت په سرعت له کنټرول څخه د وتلو په حال کې دی. دا ډيره مهمه ده، چې نړېواله ټولنه له نورو هېوادونو سره، چې په دې ارتباط اندیښنه لري په ګډه کار وکړي، او ممکن زیات فشار وارد کړي."

د ایران د مهر خبري اژانس دا حمله غندلې ده او وايي، چې له تروریستي اعمالو څخه د بهرنیو هېوادونو ملاتړ به د سوریې حالات بې ثباته نه کړي.

ایران په سیمه کې د سوریې د اوسني رژیم له عمده ملاتړ کونکو څخه دی.

د بشري حقونو یو شمېر فعالین باور لري، چې په سوریه کې په تیرو شپاړلسو میاشتو کې تر ۱۷۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG