د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

په افغانستان کې وحشي ژوي د ښکار له خطر سره مخ دي


د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي، چې په هېواد کې وحشي ژوي د ښکار له خطر سره مخامخ دي او وایي، چې د ساتلو لپاره یې باید جدي هڅې وشي.

د چاپیریال ساتنې ادارې په افغانستان کې د لسګونه ډوله وحشي ژوو د ژوند د خوندي کولو لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

د دې ادارې مشر مصطفې ظاهر د چهارشنبې په ورځ د وحشي ژوو د ژوند د خوندیتوب په هکله په کابل ژوبڼ کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې باید په دې برخه کې له دوي سره بېلابېلې ادارې مرسته وکړي.

دې وایي، چې په افغانستان کې وحشي ژوي له راز راز خطرونو سره مخامخ دي او تراوسه یې د ژغورلو لپاره لازم اقدامات نه دي شوي:

(دا چې موږ دغه موافقه لاسلیک کوو لامل یې دا دی چې دغه ژوي د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ښکار مخنیوی ډیر ستونزمن کار دی سره له دې چې ولسمشر په تیرو لسو کلونو کې دوه ځله فرمان هم صادر کړ، چې نور په هېواد کې ښکار بند دی خو بیا هم ښکار روان دی.

زه په دې برخه کې له خپلو هېوادوالو غواړم چې وحشي ژوو ته خاصه پاملرنه وکړي او له ښکاریانو غواړم چې د ښکار په وخت کې لږ له رحم نه کار واخلي).

مصطفی ظاهر وویل، چې په هېواد کې دا مهال ټول یو سل او شپږ دیرش ډوله وحشي ژوي دي چې نوي ډوله یې د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي.

د دغې ادارې اوکرنې وزارت تر منځ د یوې موافقې له مخې به یې د کرنې وزارت له دغې ادارې سره د وحشي ژوو په ساتلو کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

په عین حال کې د کابل ژوبڼ مشر عزیز ګل ثاقب هم د دغې موافقې په لاسلیک کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له دې سره به د افغانستان د وحشي ژوو ژوند وژغورل شي.

د چاپیریال ساتنې ادارې او کابل ژوبڼ مسوولین وایي چې په افغانستان کې وحشي ژوي په خپل سره توګه د ښکار له خطر سره هم مخامخ دي.

دوي وایي، چې باید ټول هغه خلک د وحشي ژوو د ښکار پر مهال د نورو هیوادونو په څیر د ښکار ټول قوانین او اصول په پام کې ونیسي او د وحشي ژوو د نسل د بقا لپاره خپل مسوولیت ترسره کړي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG