د زابل یو شمېر اوسېدونکو، په دې ولایت کې د اداري فساد، د ځمکو د غصب او د بیارغونې د کارونو د سست بهیر په اعتراض په کابل کې مظاهره وکړه.
دغو مظاهره کوونکو ویل، چې د ځمکو د غصب، د زور زیاتي او د بیارغونې د پڅ بهیر له امله پوزې ته راغلي او باید چې دې ستونزو ته جدي رسیدګي وشي.
مظاهره کوونکې، چې له زابل ولایت څخه کابل ته راغلي وه، د چهار شنبې په ورځ د ملي شورا د ودانۍ مخې ته سره راټول شول او دې ولایت ته د مرکزي ادارې پر نه پاملرنه یې انتقادونه وکړل.
د زابل ولایت دوو تنو قومي مشرانو د دې مظاهرې پر وخت ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان حکومت دې د دې ولایت ستونزې په جدي ډول وڅېړي او په ادارو کې دي مسلکې کسان په دندو وګماري:
“حاجي رشید ناصر: اداري فساد ته اوج ته رسېدلی، قانون نشته، امن نشته په بازار کې خلک وژل کیږي، دولت دې مسلکې خلک په دندو وګماري.
خاوري عبدالکریم: په زابل کې ډیره نا امني ده، د خلکو مالونه چور شوه، چا یې پوښتنه نه ده کړې، کرزي صاحب ته وایو چې د خدای لپاره زموږ ولایت ډیر شاته پاته دی، ډیر بې پوښتنې پاته دی، قسم په خدای چې هلته هیڅ خدمت نه دی شوی.”
د زابل اوسېدونکي وروسته تر هغه دا مظاهره کوي، چې د تیري جمعې په ورځ په ولسي جرګې کې د زابل د یوه استازي او د دې ولایت د ښاروال ترمنځ د ځمکې پرسر جنجال را پورته شو.
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر کلات وال د دې ولایت پر ښاروال تور ولګاوه، چې یوه دولتي ځمکه په غیري قانوني توګه ویشي، خو د زابل سیمه ایزو چارواکو د نوموړي دغه ادعا رد کړې وه.
ومو غوښتل چې د زابل ولایت د چارواکو سره د خلکو د مظاهرې او شکایتونو په اړه خبرې وکړو، خو هغوي خبرو ته حاضر نشول.
مظاهره کوونکو له افغان دولت څخه وغوښته، چې دې ولایت ته دي د موجودو ستونزو د حل لپاره یو پلاوی ولیږي او که یې ستونزو ته پام ونه شي مظاهرو ته به دوام ورکړي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري د مظاهره کوونکود دې شکایتونو په ځواب کې وویل، چې ډیر ژر به د دې جرګې یو پلاوي نوموړي ولایت ته د ستونزو د څیړلو لپاره واستول شي:
“د ولسي جرګې اداري پلاوی به ستاسو پر عریضه غور وکړي او یو باصلاحیته پلاوی به درولیږو، ستاسو د نورو مشرانو خبرې به واوري او ستونزې به مو وڅېړي او راپور مو راوړي او بیا به موږ خپل تصمیم ونیسو.”
زابل یو له نا ارامو ولایتونو څخه بلل کیږي، چې اوسیدونکو یې تر دې مخکې هم شکایتونه کول چې ستونزې یې ډیرې دي او چاه ورته پام نه دی کړی.
دوی له افغان دولت څخه غواړي، چې په دې ولایت کې دې ښووني او روزنې، روغتیایي اسانتیاوو، د قانون عملي کېدو او د یوې مسلکې ادارې جوړولو ته جدي پام وکړي.
معصوم میوند- کابل