د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

افغان دولت د خلکو د ستونزو په حل کې پاتې راغلی


ولسمشر کرزی وایي، چې په قضایي او عدلي ارګانونو کې د ستونزو او ناخوالو له امله خلک په کلیو او بانډو کې خپلې ستونزې په دودیزه توګه حلوي.

جمهور ریس کرزي دا ومنله چې افغان دولت د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې پاتی راغلی او له همدې امله خلک اړ شوي چې د سیمه ایزو دودونو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

ولسمشر کرزي وویل، چې په هېواد کې د عدالت امنیت او خلکو ته د دولت له خوا د ښه خدمت نشتوالی د بهرنیو لاسوهنو لامل هم ګرځیدلی:

"هغه دلیل چې لا تر اوسه هم خلک د هېواد په کلیو او اطرافونو او ښارونو کې زموږ ټولنیزو رواجونو ته د خپلو قضیو د لاسته راوړلو لپاره عدالت ته مراجعه کوي دا ده چې نه حکومت او نه دولت هغه عدالت د ټینګولو توان لري او نه هم په موقع رسیدګي کېږي او هم ځیني وختونه خدای دی وکړي چې کله نا کله وي او هر کله نه وي د دې پر ځای چې عدالت لاسته راوړي ورسره بې عدالتي کېږي."

ولسمشر زیاته کړه، چې قاضیان په یوې ټولنه کې ډیره سخته وظیفه پر غاړه لري نو خلکو ته د خدمت له لارې دې عدالت ټینګ کړي ځکه چې د هغه په خبره عدالت په ټولنه کې امنیت راولي.

جمهور ریس وویل چې د عدالت، خدمت او امنیت ) نشتوالی د بهرنیو لاسوهنو لپاره زمینه برابروي.

افغانستان د نړۍ په کچه دوهم هېواد دی چې په کې اداري فساد شته، ډیر ځلي په دې برخې کې نړېواله ټولنه په دی نیوکې کوي چې د دغه هېواد په عدلي او قضایي ادارو کې په پراخه سطح فساد شته.

ډیری خلک په کلونو کلونو د هېواد په عدلیي او قضایي ادارو کې د خپلو قضیو د حلولو لپاره سرګردانه دي او په دې ادارو کې د پراخه بډې اخیستنې راپورونه هم شته.

په وار وار سره ویل شوي، چې په عدلیي او قضایي ادارو کې د بډې اخیستلو لامل د قاضیانو او څارنوالانو د امتیازاتو ټیټوالی دی.

جمهور ریس دی ټکې ته په اشاره ټینګار وکړ، چې د هېواد قاضیان باید تر ټولو ښه امتیازات ولري.

د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ښځینه قاضیانو ټولنې په فعالیت پیل وکړ، هر کال د هېواد د لوړو زده کړو له موسسو نه د نارینه و په څیر په لسګونو ښځینه قاضیانې او څارنوالانې هم فارغیږي خو دا لومړی ځل دی چې دغې ټولنې د سترې محکمې په چوکاټ کې فعالیت پیل کړ.

د افغانستان د سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمي له قاضیانو وغوښتل، چې له اداري فساد څخه دې ځان لیرې وساتي او خلکو ته لکه څنګه چې ښایي خدمتونه ترسره کړي:

"له اداري فساد سره په مبارزه کې چې د ملي او نړېوالې ټولنې اندیښنې له ځانه سره لري ایجابوي، چې قاضیان تر ټولو د مخه په پیاوړي ایمان سره عمل وکړي او ځان هم له دی ویرونکې پدیدې څخه لرې وساتي تر څو په ښه توګه عدالت ټینګ او عملي شي."

داسې راپورونه هم شته چې د هېواد په لیرې پرتو او د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خلک په دولتي قضایي ادارو کې د فساد د شتون له امله وسلوالو طالبانو ته مراجعه کوي.

خلک وایي، چې په دولتي محاکمو کې سربیره پردې چې رشوت ورڅخه اخیستل کېږي ډیر وخت یې هم ضایع کېږي خو وسله وال مخالفان په نا امنو سیمو کې د دوي قضیې ته ژر او جدي رسیدګي کوي.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG