د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

کابل ښاریان د خوراکي موادو له لوړې بیې سر ټکوي


د روژې د مبارکې میاشتي په رارسېدو سره د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکې د خوراکي موادو د بیو د لوړېدو څخه شکایت کوي او له حکومته یې د کنټرول غوښتنه کوي.

یو شمیر کابل ښاریانو ازادۍ راډیو ته وویل، چې بې کاري او بې وزلي ډیره ده او د خوراکي موادو د بیو لوړولو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.


د تیرو کلونو په شان یو وار بیا د روژې مبارکې میاشتې په رانژدې کېدو سره د کابل ښاریان د خوراکي موادو د بیو له لوړیدو شکایت کوي.

د دې ښار یو شمېر اوسیدونکې وايي، په دې نه پوهیږي، چې ولې د خوراکي توکو بيې د روژې په رارسېدو سره لوړې شوي دي.

په کابل ښار کې ځينو هغو خلکو چې ورځنی عاید یې له دوو سوو افغانیو څخه لوړ نه دی ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې حکومت دې د ټولو خوراکي موادو بیې کنټرول کړي.

په افغانستان کې په تیرو کلونو کې هم د روژې په میاشت کې خلک له دې ډول ستونزو سره مخ شوي.

خو خلک له مسوولو دولتي ادارو غواړي، چې د خوراکي موادو د بییو د لوړېدو عوامل دې وڅېړي او د خوراکي موادو د بییو کنټرول دې په لازمه توګه وکړي.

په کابل کې د خوراکي توکو د ملي سوداګرو د ټولني مشر فضل الرحمن ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د خوراکي موادو بیې په هغه اندازه نه دي لوړي شوي، چې خلک اندېښنه کوي.

نوموړي دا هم وویل، چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل کورني او بهرني عوامل لري، چې یو یې په بهرنیو بازارنو کې د بییو لوړېدل او د لارو بندیېدل دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت چې د بیو د څارني او کنټرول مسوولیت لري، له خصوصي سکتور او ټولو سوداګرو څخه غواړي، چې د روژې به خاطر دي د خوراکي او نورو موادو پر سر لږ ګټه وکړي.

د راپورونو له مخي د نړۍ په بیلا بیلو اسلامي هیوادونو کې ملي سوداګر او دوکان لرونکې د روژې مبارکې میاشتي په رارسېدو سره د خوراکي توکو په بیو، هوټلونو او نورو ځایونو کې تخفیف لګوي.

خو خلک وايي په افغانستان کې ددې برعکس په روژه کې سوداګر او دکانداران بیې لوړوي.

ځینې خلک وايي ددې ستونزې د حل لپاره د حکومت د کنترول تر څنګ دیني عالمانو ته هم په کار ده چې د روژې په مبارکې میاشت کې خلک او سوداګر ښیګڼې ته وهڅوي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG