د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

په کابل ښارکې نشه یي توکي په عامه پلورل کیږي


که له یوې خوا افغانستان د نړۍ په سطح ډیر مخدر مواد تولیدوي نو له بله پلوه د نشه یې توکیو د خرڅلاو له امله په دې هیواد کې د روږدو کسانو شمیر هم زیات شویدی.

په نشه یې توکیو معتاد کسان او عام خلک وایی چې د کابل ښار په بیلا بیلو سیموکې هیرویین او نور مخدر مواد خرڅیږي او له همدې امله د روږدو کسانو شمیر هم ورځ په ورځ زیاتیږي.


د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې د نشه توکیو خرڅلاو هغه ستونزه ده چې خلک ورته ګوته نیسي او د معتادانو د شمیر د زیاتوالي یو عمده علت هم همدا بولي.

په نشه یې توکیو په ځانګړي توګه په هیرویینو روږدي کسان وایي؛ چې د کابل ښار په ډیرو سیمو کې هیرویین خرڅیږي او دوی کولای شي په آسانۍ سره یې ترلاسه کړي.

دوی آزادي راډیو ته وویل، چې عمده پلورونکي هیرویین پرچون خرڅوونکو ته ورکوي او پرچون پلورونکي یې د کابل ښار په بیلا بیلو برخوکې پر روږدو کسانو خرڅوي:

"۱- زما نوم احمد فواد دی. درې یا څلور کاله کیږي، چې په دې عمل اخته شوی یم، زه هیرویین کاروم.

یوپاکټ یې په یو نیم سل افغانۍ اخلو ډیره کمه ده، په یو وار سره خلاصیږي، زموږ د هر یوه د ورځې پنځه یا شپږ سوه لګښت دی.

۲- زه اختر محمد نومیږي او د هلمند اصلي اوسیدونکی یم. هر سهار د هیرویینو د خرڅلاو په سیمه کې ګڼه ګوڼه وي؛ کوڅې ډکې وي اوهرڅوک یې اخلي.

په نوبت سره هر معتاد ته هیرویین ویشل کیږي، یوپاکټ یې په یو نیم سل افغانۍ دی."


د کابل ښار په بیلا بیلو برخو په ځانګړي توګه په میوند واټ، سینما پامیر، پل محمود خان، پل سوخته، شهدای صالحین، مرنجان غونډۍ او داسې نورو سیمو کې په نشه یې توکیو ډلې ډلې روږدي کسان چې ډیره برخه یې ځوانان او تنکي ځوانان جوړوي سره غونډ وي.

دوی چې د غلا کړو شیانو نه ډکې زړې بوجۍ او کڅوړې یې په اوږو اچولي وي ترډیره په ډیرانونو، د کابل سیند په څنډو، په ویجاړو کورونو او کندو کې سره را ټولیږي، زاړه، خیرن او شلیدلي څادرونه او کمبلې یې پر سر اچوولي وي او د هیرویینو په څښلو اخته وي.

د کابل ښار اوسیدونکي وایي، چې د هرې ورځې په تیریدو سره په نشه یې توکیو د روږدو کسانو شمېر زیاتیږي او دوی هم ورڅخه ډیرپه تنګ شوي دي:

"۱- تیرکال دلته د معتادانو شمېر لس تنه وو، خو سږ کال له دوه سوو څخه هم زیات شوی دی.

که چیرې نشه یي توکیو د خرڅلاو مخه ونه نیول شي د روږدو کسانو شمېر لا زیاتیږي. زه نه پوهیږم، چې ولې د هیرویین خرڅوونکو مخه نه نیول کییږي.

۲- زما نوم فیضان الحق دی. ډیره ښه خبره دا ده، کوم کسان چې مخدره مواد خرڅوي هغوی د پولیسو له خوا ونیول شي.

د علي مردانو سیمه د هیرویینو د خرڅلاو لوی مرکز دی، لومړی باید د خرڅوونکو مخه ونیول شي او بیا معتادان تداوي شي."


د عامې روغتیا وزارت پر نشه یي توکیو د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي له امله اندیښنه ښیي؛ د دې وزارت د مخدرو موادو د تقاضا د کموالي رییس ډاکټراحمد فواد عثماني آزادي راډیو ته وویل؛ چې د معتادو کسانو د درملنې لپاره یې هڅې چټکې کړي دي.

د ډاکټرعثماني په خبره د نشه یي توکیو له خرڅلاو سره د روږدو کسانو شمیر زیاتیږی او دا یوه جدي مساله ده چې باید ورته رسیدګي وشي:

"یقیناً دا موضوع عرضه او تقاضا سره اړیکه لري، په هغه صورت کې چې عرضه زیاته شي تقاضا هم زیاتیږي؛ یعنې متناسب ارتباط موجود دی.

که چیرې په ښار کې د نشه یي توکیو د خرڅلاو مخه ونه نیول شي؛ ګمان کیږي، چې د هرې ورځې په تیریدو سره د روږدو کسانو شمیر نور هم زیات شي.

د هیرویینو او تریاکو کارول ډیر خطرناکه دي او کوم کسان چې دا دوه ډوله نشه یي توکي کاروي درملنه او ټولنې ته یې بیرته را ګرځول ډیر ستونزمن کار دی".


د کابل امنیتي چارواکي هم دا تاییدوي چې د دې ښار په ځینو سیمو کې نشه یې توکي پلورل کیږي خو دوی څرګندوي چې په دې برخه کې یې اقدامات کړي او یوشمیر کسان یې نیولي هم دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال داوود امین د دوشنبې په ورځ آزادي رادیو ته وویل هغه کسان چې هیرویین خرڅوي له ځانګړو مهارتونو څخه کار اخلي او حتی په ځینو مواردو کې له ماشومانو نه هم ګټه پورته کوي:

"پولیس له یوې جدې ستونزې سره په دې برخه کې مخامخ دي،هغه دا چې د نشه یې توکیو خرڅوونکي په ډیر مهارت سره فعالیت کوي حتی له وړو ماشومانو څخه هم ګټه اخلي.

دوی خپله په سیمه کې نه وي او نه هم نشه یې توکي په کورونو کې ساتي،یعني دوی ته د پولیس لاس په آسانۍ سره نه رسیږي.

هڅې مو زیاتې دي او نورې یې هم زیاتوو خو په دې برخه کې د خلکو همکارۍ ته هم سخته اړتیا لرو".


جنرال امین هغه ادعاوې په ټینګه رد کړې چې ګوندې ځینې امنیتي حوزې هم په یوه ډول سره د نشه یې توکیو له پلورونکو سره لاس لري.

د عامې روغتیا وزارت وایی چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د سروې له مخې په افغانستان کې څه باندې نهه لکه تنه په مخدرو موادو معتاد دي چې درې لکه یې هیرویین کاروي.

خو ځینې راپورونه په دې هیواد کې په نشه یې توکیو د روږدو کسانو شمیر له یوملیون څخه هم زیات بولي او وایی چې دا شمیره د زیاتیدو په حال کې ده.
XS
SM
MD
LG