د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۲

په لوګر او پکتیکا ولایتونو کې بېلابېلو چاودنو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې د پل علم په ښارکې نن سهار د مین په چاودنه کې اتلس تنه ټپیان شویدي.

د لوګر د امنیې قومندان غلام سخي روغ لیوني آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا چاودنه د سرې میاشتې د ودانۍ مخې ته شوې او په ټپیانو کې درې پولیس، شپږ د ملي اردو سرتیري او نهه تنه عام وګړي شامل دي.

لا تراوسه د دې پیښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

په یو بل خبرکې د پکتیکا سیمه ایز مسوولان وایي، چې نن سهار درې تنه مین ښخوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان آزادي راډیو ته وویل چې دا پیښه د خیرکوټ ولسوالۍ په مالیزیو سیمه کې شویده.

افغان څرګنده کړه چې لا تراوسه د وژل شوو وسله والو مخالفانو هویت نه دی معلوم شوی.
XS
SM
MD
LG