د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د لغمان د ښځو چارو ریسه په یوه چاودنه کې ووژل شوه


په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي د پېښو په ترڅ کې د جمعې په ورځ د لغمان ولایت د ښځو د چارو ریسه حنیفه ساپۍ په یوه چاودنه کې ووژل شوه او خاوند یې ټپي شو.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې چاودیدونکې مواد د لغمان د ښځو د چارو د ریسې حنیفې ساپۍ په موټر پورې نښولول شوي او د جمعې په ورځ د مهترلام د ښار منځ کې چاودنه ورکړل شوه، چې د نوموړي په وینا حنیفه ساپۍ په کې ووژل شوه، خاوند یې سخټ ټپي شو او یولس تنه نور عام وګړي چې د پېښې پرمهال د تګ راتګ په حال کې وو، هم ټپیان شول.

تر اوسه پورې کوم لوري د دې وژنې د مسولیت پړه نه ده منلې، ښاغلی ځواک یې د افغانستان د دښمنانو کار بولي، دا هغه څه دي چې حکومتي چارواکې یې ډیر کله د مخالفو وسلوالو لپاره کاروي.

حنیفه ساپۍ په افغانستان کې د ښځو د چارو دویمه ریسه ده، چې وژل کېږي، تر دې مخکې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د کندهار د ښځو د چارو ریسه صفیه عمه جان د وسلوالو له خوا وژل شوې وه.

د لغمان د ښځو د چارو پر ریسې دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي پېښې ډيرې شوې دي.

تر دې څو ورځې وړاندې په پروان کې یوه میرمن د بدلمنۍ په تور په عامه محضر کې د ټوپک په ډزو ووژل شوه، چې حکومتي چارواکو یې پړه پر طالبانو اچوله خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.

په افغانستان د ښځو د حقونو فعالانې د ولسمشر حامد کرزي حکومت ملامتوي، چې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي د عاملینو په نیولو عدالت په راکاږولو کې پاتې راغلي.

په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په کابل کې مظاهره وکړه او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د ښځو په وړاندې دې د زور زیاتي مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې دا مهال په لغمان کې د امنيتي چارو مسولیت افغان لوري ته انتقال شوی دی د دې ولایت چارواکي د ښځو د چارو د ریسې له وژل کیدو وروسته هم دا نه مني چې ګوندې په سیمه کې دې امنیتي وضعه خرابه وي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، دا ډول پېښې په هر ځای کې پېښیدای شي او په دې مانا نه دي چې په لغمان کې دې امنیتي وضعه خرابه وي.
XS
SM
MD
LG