د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۵:۴۱

نړۍ

عنان: ایران او عراق په دمشق کې د سیاسي انتقال له يوه پلان څخه ملاتړ کړی دی

د سوریې د حالاتو لپاره د نړیوال مذاکره کونکي هیات مشر کوفي عنان پرون (چهارشنبه) وویل، چې ایران او عراق په دمشق کې د سیاسي انتقال له يوه پلان څخه ملاتړ کړی دی.

دا پلان به د سوریې په رهبرۍ ترسره کیږي.

ښاغلي عنان عراق، ایران او سوریې ته د خپل سفر په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته څرګندونې وکړې او بیا یې خبریالانو ته معلومات ورکړل.

کوفي عنان په وار وار ویلي دي، چې ایران په سیمه کې د زیات نفوذ خاوند دی او باید دسوریې د مسلې د سوله ایز حل لپاره په هڅو کې شامل شي.

خو سپینې ماڼۍ پرون وویل، چې د سوریې په مسله کې د ایران رول خاص موثریت نه درلود نو واشنګټن له زیاتو اغیزناکو ولسونو سره د خبرو لیوال دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکرایني ځواکونه: د روسیې ۴۱ بې‌پیلوټه الوتکې مو راغورځولي

په کریمیا کې د روسیې راغورځول شویو ډرون الوتکو له کبله زیانونه هم اوښتي دي.
په کریمیا کې د روسیې راغورځول شویو ډرون الوتکو له کبله زیانونه هم اوښتي دي.

د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، د ایران ساخت ۴۸ ډرون الوتکو چې روسیې نن سهار په اوکراین کې د څو هدفونو د په نښه کولو لپاره ترې کار اخیست، ۴۱ یې راغورځولي دي.

دغو ځواکونو نن پر ټلیګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د دښمن ۴۱ ډرون الوتکې له منځه وړې دي.

په بیان کې ویل شوي چې دغه بې پیلوټه الوتکې د مسکو له خوا د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې او د روسیې له کورسک سیمې څخه الوتې وې.

د احتمالي ځاني او مالي زیانونونو په اړه جزییات نه دي څرګند شوي.

د اسراییل پوځ د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی کلابند کړی

د غزې جنوب کې د اسراییلو له لوري د روانو عملیاتو یو انځور
د غزې جنوب کې د اسراییلو له لوري د روانو عملیاتو یو انځور

د اسراییل پوځ چې د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی یې کلابند کړی، د سخت دریځې حماس ډلې چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، له وسله‌والو سره جګړه کوي.

د اسراییل پوځ په روانه جګړه کې چې له پیله یې دوه میاشتې تېرېږي، د دې سیمې په سړکونو او ودانیو کې یوه تر ټولو سخته جګړه مخ ته وړي.

اسراییل په دې سیمه کې پر جګړې وروسته له هغې تمرکز کړی چې د غزې په شمالي برخه کې یې پراخ پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د دې سیمې ډېرې برخې په کنډواله بدلې شوې او نږدې دوه میلیونه خلک هم خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

پرون سې شنبې لیدل کېدل چې د اسراییلو ټانکونه، زغروالې نقلیه وسیلې او بلډوزرونه د غزې په جنوبي سیمه خان یونس سیمه کې ګرځي راګرځي.

د اوکراین ولسمشر د امریکا سنا ته خپله وینا لغوه کړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون د امریکا سنا ته خپله وینا وروسته له هغه لغوه کړه چې د اوکراین او اسراییل د جګړو لپاره د ولسمشر جوبایډن د نږدې ۱۰۶ میلیارد ډالره بودیجې په اړه بحثونه تاوده شول.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر زیلینسکي به په داسې حال کې اوکراین په دې ساړه ژمي کې د روسیې د حملو پر وړاندې مقابلې ته تیاري نیسي، سنا ته وینا واوروي، خو ده خپله وینا هغه مهال لغوه یا کنسل کړه چې د سنا د اقلیت مشر مایکل مککونیل له خپلو ملګرو جمهوریپالو وکیلانو وغوښتل چې دا طرح رد کړي.

د بایډن ادارې په تېره اکټوبر میاشت کې له کانګرس څخه غوښتي وو چې د اوکراین او اسراییلو د جګړې او د سرحدي امنیت د ټینګولو د پلان د تمویل طرح تصویب کړي، خو د استازو جرګې چې د جمهوریپالو له خوا اداره کېږي، دا غوښتنه رد کړې ده.

ډبلیو ایف پي: له پاکستانه ايستل شويو ډېری افغانانو هر څه له لاسه ورکړي

په تورخم کې له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
په تورخم کې له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، له پاکستانه ايستل شویو ډېری افغانانو خپل هر څه له لاسه ورکړي او په تشه ګېډه د افغانستان پولې ته رسېدلي دي.

'ډبلیو اف پي' د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۵مه، په هغه ویډیو کې چې په خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې ویلي، سره له دې چې د پام وړ بودیجه نه لري، خو بیا هم شاوخوا دوه نیمو لکو راستنو شوو افغان کډوالو ته د بېړنیو خوراکي توکو مرستې رسولې دي.

د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو او سازمانونو د معلوماتو له مخې، د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تراوسه پورې څه باندې څلور سوه زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د تورخم او سپین بولدک له لارې ایستل شوي دي.

ګڼ دا کسان د ساړه ژمي په درشل کې د سرپناه او کاروبار له نشتوالي شکایت کوي.

پوتین اماراتو او عربستان ته سفر کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن چهارشنبه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي چې د اوپیک د تېلو تولید کمولو په اړه خبرې وکړي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې یادونه وکړه چې د اوپک د غړو او متحدینو له خوا د تېلو د تولید د کمښت عملي کول به چې تېره اوونۍ اعلان شو وخت ونیسي.

روسیه چې د تېلو یوه لویه تولیدونکې او د اوپیک له مهمو متحدینو ده، د تېلو د تولید د حد په ټاکلو کې له ایران، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره چې درې واړه د اوپیک غړي دي همکاري کوي.

اوپیک او متحدینو یې تېره اوونۍ په تولید کې نوی کمښت اعلان کړ.

په تېلو او سوداګرۍ سربېره د حماس او اسراییلو شخړه هم د پوتین او عرب مشرانو د بحثونو په اجنډا کې شامله ده.

د غیرقانوني کډوالو استول؛ بریتانیا له روانډا سره یوه معاهده لاسلیک کړه

د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت روانډا ته د غیرقانوني کډوالو د استولو په اړه له دغه هېواد سره یوه معاهده لاسلیک کړه.

مخکې د بریتانیا سترې محکمې روانډا ته د پناه غوښتونکو لېږل ناقانونه بللي وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي سه شنبه روانډا ته د سفر پر مهال ویلي چې روانډا د کډوالو په اړه ځانګړې پاملرنه کوي او بریتانیا په ګډه ورسره کار کوي چې څنګه د غیرقانوني کډوالو نړیواله ستونزه هوارېدلی شي.

تمه ده د دې معاهدې په اساس بریتانیا هغه غیرقانوني کډوال او پناه غوښتونکي چې له بېلابېلو لارو د بریتانیا خاورې ته رسېدلي روانډا ته ولېږي او له هغه ځایه به یې بیا قضیې وڅېړي.

روانډا په ځواب کې ۱۸۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي څو د پناه غوښتونکو لپاره امکانات برابر کړي.

بریتانیا ته د افغانستان په شمول د نړۍ له وروسته پاتو هېوادونو پناه غوښتونکي د ښه ژوند په لټه ورځي او روانډا ته د دغو غیرقانني پناه غوښتونکو د استولو پرېکړې پخوا هم ګڼ دا پناه غوښتونکي اندېښمن کړي وو.

په اوکراین کې د نیپال شپږ وګړي وژل شوي

اوکرایني سرتېري د جګړې پرمهال
اوکرایني سرتېري د جګړې پرمهال

د نیپال حکومت وايي، شپږ وګړي یې چې د روسي ځواکونو په لیکو کې وو، په اوکراین کې وژل شوي دي.

د نيپال حکومت په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ پر روسیې غږ کړی چې د خپل پوځ په لیکو کې د نیپالي وګړو له استخدام څخه ډډه وکړي.

په بیان کې له روسیې څخه غوښتنه شوې څو هغه نیپالي وګړي چې اوس هم د روسیې په پوځ کې دي سمدستي نیپال ته واستوي.

بیان زیاتوي چې کتمندو اوسمهال د هغو نیپالي وګړو د آزادولو هڅه کوي چې د روسي ځواکونو په لیکو کې وو او د جګړې پرمهال د اوکرایني سرتېرو له خوا اسیران شوي دي.

ییلوا جانسن: د منځني ختیځ د کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره ییلوا جانسن
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره ییلوا جانسن

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده.

ییلوا جانسن نن یوې خبري غونډې ته وویل، د اسراییلو او د حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د جګړې له کبله چې په ټولنه کې کوم ویش راغلی دی، داسې مهال چې د کرسمس جشن راروان دی په اروپايي ټولنه کې د تروریستي حملو خطر شته.

هغې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل او دفتر یې هم سمدستي په دې اړه د جزییاتو لپاره غوښتنې نه دي ځواب کړي.

اروپايي ټولنه او متحدایالات حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

مېرمن جانسن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې راټول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ماښام د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د آیفل برج مخې ته یوه بریدکوونکي یو جرمنی سیلاني د چړې په ګوازونو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.

د بلوچستان چارواکي: منظور پشتین له نیول کېدو وروسته له دې ایالت څخه اېستل شوی

له ارشیفه د منظور پشتین یو تصویر
له ارشیفه د منظور پشتین یو تصویر

د بلوچستان چارواکي وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM مشر منظور پشتين یې تر نيول کېدو وروسته له دې ایالت څخه اېستلی دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي پرون خبریالانو ته وويل پشتين د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پولیسو ته سپارل شوی، خو د ډيره اسماعيل خان د پوليسو سرچينو مشال راډيو ته وويل چې پشتين اسلام اباد ته بیول شوی.

اڅکزي تور ولګاوه چې د پشتين ساتونکو پر پولیسو ډزې کړي او د موټرو په ټکر کې یې يو دولتي مامور هم زخمي کړی، خو پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ويډيوګانو کې ښکاري چې امنيتي ځواکونو موټر د پشتين د موټر مخه نیسي.

د PTMمشران د چارواکو ادعاوې رد کړې دي.

په عین حال کې یوشمېر فعالانو او سیاستوالو د پښتین پر نیول کېدو اعتراضونه کړي دي.

د غورځنګ غړي او سیاستوال علي وزیر پر اېکس شبکې لیکلي زندان او حملې به د دوی زغم نه یوازې کم نه کړي؛ بلکې ټینګ او پوخ به یې کړي.

د ښځو د تعلیم او حقونو فعالې او د PTM غړې سنا اعجاز د پشتین نیول او پر هغه برید غندلي دي.

منظور پشتین د بلوچستان ایالت پولیسو پرون وروسته له هغه ونیوه چې د موټرو پر کاروان یې ډزې وشوې.

په دې برید کې ده ته زیان وانه وښت، خو د ده یو همکار او یوه لاروۍ مېرمن ټپيان شول.

د PTM فعالان وایي چې دا ډزې د پاکستان امنیتي ځواکونو کړي.

پوتین روانه اوونۍ متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

د روسیې ولسمشر، ولادیمیرپوتین
د روسیې ولسمشر، ولادیمیرپوتین

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین روانه اوونۍ متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د روسيې دولتي رسنیو ریا نووستي او تاس خبر ورکړی چې پوتین د یوه کاري سفر لپاره دې دوو هېوادونو ته ځي او په ترڅ کې به یې له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري.

متحده عربي امارات اوس مهال د اقلیمي بدلون په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه دی، خو معلومه نه ده چې پوتین به په دې غونډه کې ګډون وکړي که نه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG