د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۱۵

کابل: افغان مېرمنو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرضد مظاهره وکړه


د بشری حقونو او افغان میرمنو څخه ددفاع یوشمیر فعاله ښځې چهارشنبې په ورځ په کابل کې واټونو ته را ووتلې او په پروان ولایت کې د زنا په تور د یوې ځوانې میرمنې وژل وغندل.

د بشري حقونو او افغان میرمنو فعالینو په پروان ولایت کې د دوه ویشت کلنې میرمنې وژل یوه سیاسي د سیسه وبلله او د دې پیښې د پلټنې غوښتنه یې وکړه.

دا میرمن چې نجیبه نومیده، د پروان ولایت په شینوار ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا په سحرایي محکمه کې د زنا په تور ووژل شوه.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره بیا په دې پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.


د بشري حقونو او د ښځو د حقوقو ملاتړو چې شمیر یې لسګونه تنو ته رسیدو؛ له ملګرو ملتونو، نړیوالی ټولنې او افغان دولت څخه وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دې ختم او عدالت دې پلې کړي.

د بشري حقونو او د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړو ترڅنګ د چهارشنبې ورځې په مظاهره کې یوشمېر هغه ښځې هم لیدل کیدلې، چې خپله د تاوتریخوالې ښکار شوي.

په دې ډله کې سحرګل چې د خسر د کورنۍ له خوا پرې ظلم شوی او متماز چې اته میاشتې وړاندې په کندز کې د ریبارانو له خوا پرې تیزاب شیندل شوي وو موجودې وې.

دوی هم د افغان میرمنو پر وړاندې ورځ تربلې تاوتریخوالي زړه بوږنکونکې وبللو او د عدالت غوښتنه یې کوله.

″۱- زه سحرګل یم. زه راغلی یم، چې د ښځو لپاره د عدالت غوښتنه وکړم، زه غواړم هغه خلک چې د ښځو سره تاوتریخوالی کوي، سزا وویني.″

۲- زه ممتاز یم. زه هم عدالت غواړم، ځکه چې ظلم ختم شي، پر ما هم اته میاشتې وړاندې تیز وشیندل شول.″


د ښځو د حقونو د دفاع لپاره دا ښځې وروسته له هغې واټونو ته را ووتلي، چې د تیرې یکشنبې په ورځ ځینو رسینو داسې ویډیو خپره کړه، چې ۲۲ کلنه نجیبه د زنا په تور د وژلو په حال کې ښودلې کیږي.

دا پیښه د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې د چارواکو په وینا دا کار د طالبانو له خوا شوی، خو خپله طالبانو بیا په دې پیښه کې خپله ښکیلتیا رد کړې.

دغه مظاهره د ښځو چارو وزارت له مخې پیل او د زنبق څلور لاري د ملګرو ملتونو تر دفتر پورې وه.

په همدې حال کې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړې استازي ″ویګاداس اوشاڅکس″ هم په پروان کی د طالبانو له خوا د یوې میرمنې وژل غندلی دی.

نوموړې ویلي، دا چې افغان حکومت د توکیو په کنفرانس کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې ژمنې یوځل بیا تازه کړې؛ نو افغان حکومت باید د ښځو پر وړاندې د وحشیانه عملونو مسوولین تعقیب او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

له بل لوري د دې مظاهرې یوې بلې ګډونوالې او د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې؛ سیما ثمر له دیني عالمانو څخه وغوښتل، چې د دې ډول پیښو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

″موږ ډېر اندیښمن یو، د مجرمنیو پر وړاندې د بخښنې دود موجود دی، که چېرې دا ظلم کوونکي ونیول شي او قضیې خلکو ته وویل شي، چې مجرم نیول شوې او سزا یې لیدلي نو خلک بیا دا ډول پیښې نه تکرار کوي.

دا چې د بخښنې دود موجود دی او خلک کولای شي، بیا بیا دا ډول تاوتریخوالی وکړي، مجرم باید ونیول شي او محکمې ته وسپارل شي، طبعي خبره ده، چې موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.″


دا لومړی ځل نه دی، چې په پروان ولایت کې یوه دوه ویشت کلنه ښځه د وسله والو له خوا د زنا په تور وژل کیږي، بلکې په روانه میاشت کی په ننګرهار، کونړ او غزني ولایتونو کې هم له ځینو ښځو په مرموزه توګه سرونه غوڅ شوي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG