د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

دفاع وزارت: پر افغان امنیتي ځواکونو ۴۰ سلنه حملې ډیري شوي


ظاهر عظیمي د افغانستان د دفاع وزارت ویاند
ظاهر عظیمي د افغانستان د دفاع وزارت ویاند
د دفاع وزارت د چارواکو په باور چې پر افغان ځواکونو ځکه د بهرنیو ځواکونو په پرتله حملې ډیرې شوي، چې د افغان دولت وسله وال مخالفین غواړي د افغان ځواکونو غښتلتیا کمه وښيي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د چهار شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په وروستیو کې پر بهرنیو ځواکونو د وسله والو مخالفینو حملې ۴۰ سلنه کمې شوي او تر ۴۰ فیصده د ډیرو حملو تمرکز یې پر افغان ځواکونو سوی.

ظاهر عظمي وویل، چې د دغو حملو ډیره برخه ماینونه او پر لارو ښخ شوي ماینونه دي.

“په وروسیتو کې د دښمنانو ډیر تمرکز پر امنیتي ځواکونو شوی، دښمن هڅه کوي، چې خپلي حملې چې ډیري یې د ماینونو له لاري دي، پر افغان ځواکونو په ځانګړي ډول یې پر ملي پوځ وکړي.

هغه شمېرې چې زموږ سره سته پر بهرنیو ځواکونو باندي تر ۴۰ فیصده ډیري حملې کمي سوي او دغه کموالی پر افغان ځواکونو باندي ډیر سوی دی، په شا او خوا تیرو ۲۰ ورځو کې چې موږ مرګ ژوبله درلوده ډیره یې د ماینونو له امله وه.”

نوموړي وویل، چې په تیرو 21 ورځو کې 49 کړۍ ماینونه او بمونه د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې چاودلي، که څه هم نوموړي په دې اړه د مرګ ژوبلي کره شمېرې ونه ویلې خو دا یې وویل، چې لسګونه افغان سرتیري او ولسي خلک په دغو ماینونو کې وژل سوي او ژوبل دي.

بل خوا د پوځي چارو افغان پوهان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو اوازې، د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ نه لازمه همږغي هغه لاملونه بولي، چې له امله یې د بهرنیو ځواکونو په پرتله پر افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو حملې ډیري سوي.

ددغو کارپوهانو له ډلي جنرال هلال الدین هلال ازادۍ راډیو ته وویل، چې پر افغان ځواکونو د حملو ډیرېدلو بل لامل دا دی، چې استخباراتي معلومات یې کم سوي دي.

“څو لاملونه لري یو لامل دا دی، چې په تیرو وختونو کې نړیوالو ځواکونو له افغان ځواک سره په فعالیتونو کې همږغي درلوده، تر دې وروسته چې باید افغان ځواک د دوی ځای ډک کړي، خو د افغان ځواکونو ټولګۍ او لیکې مکملي نه دي.

زموږ کشفي او معلوماتي ځواکونو ته د معلوماتو ور رسېدل هم کمزوري سوي دي، د دښمن د فعالیتونو معلومات پر وخت او لازمه توګه زموږ کشفي ادارو ته نه ور رسیږي.”

د راپورنو له مخي په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې د افغان دولت د بیلا بیلو وسله والو مخالفینو له خوا وسله والي حملې ډیري سوي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو تر څنګ ولسي خلکو ته هم ډیر تاوان په کې رسېدلی.

راپورنه وايي، چې په وروستیو کلونو کې وسله والو مخالفینو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په پرتله پر افغان ځواکونو حملې ډیري کړي، چې لسګونه افغان امنیتي سرتیري په کې وژل سوي.

د پوځي چارو پوهان یې لامل د افغان ځواکونو غیري مسلکې توب او د مهمو وسایلو او وسلو کموالۍ بولي.

دوی سپارښتنه کوي، چې باید افغان حکومت د ټولو امنیتي ادارو تر منځ پر خورا ډیري همږغۍ تمرکز وکړي او استخباراتي اړخ هم له پامه ونه غورځوي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG