د کابل ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مهم سرلیکونه او تبصرې د حقاني شبکې د ځپلو لپاره په پاکستان باندې د امریکا نویو فشارونو او په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد مبارزې ته ځآنګړې کړي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد زیاتره حملې د حقاني شبکه کوي او دوی له پاکستانه غوښتي، چې د دې شبکې د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې امریکایي چارواکي دا باور څرګندوي، چې د حقاني شبکه، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې میشته ده، د دغه هېواد له استخباراتي ادارې ″آی. ایس. آی″ سره نږدې اړیکې لري.
ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیرې د ټوکیو کنفرانس په څنډه کې له خپلې پاکستاني سیالې سره هم په دې اړه خبرې کړې وې.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د حقاني شبکې د له منځه وړلو لپاره په پاکستان د امریکا مخ په زیاتیدونکو فشارونو په اړه د ځینو کتونکو نظرونه راخستي.
ورځپاڼې لیکلي، چې که له یوې خوا امریکا په دې کار سره پاکستان او خپله د حقاني شبکه تر فشار لاندې راوستل غواړي، خو باید متوجه واوسي، چې د یوې ځآنګړې ډلې د ځپلو لپاره د دوی فشارونه خپله د دې ډلې د شهرت سبب هم ګرځي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا په دې مسالې بحث کړی، چې د حقاني شبکه د راتلونکي لپاره څومره جدي ګواښ دې؟
ورځپاڼه لیکي، چې له ډیرې مودې راهیسې افغان او امریکایی چارواکي په افغانستان کې د ځینو مهمو حملو او پیښو لپاره د حقاني شبکه مسووله بولي، خو تراوسه پورې دې ډلې د داسې کومې مهمې پیښې مسولیت نه دی منلی.
ورځپاڼې لیکلي، چې د حقاني شبکه له پاکستانه خپل فعالیتونه تنظیموي او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې ″آی. ایس. آی″ کلک ملاتړ له ځآنه سره لري، چې نړیوالو او په تیره بیا امریکا دې مسالې ته بیا بیا ګوته نیولې.
خو د ورځپاڼې په وینا، دا، چې د حقاني شبکه څومره پیاوړې ده، څه کولای شي، په څه ډول یی کوي او په راتلونکې کې څومره جدي ګواښ پیښولې شي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د سولې له بهیر او د افغانستان له ثبات سره تړلې دي.
ورځپاڼې لیکلي، که د حقاني شبکه دومره خطرناکه ده، نو ولې د نورو طالبانو پر ځای له دې سره د سولې خبرې نه کیږي.
په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزه بله مهمه مساله ده، چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې بحثونه کړي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د ټوکیو په کنفرانس کې، خو له افغانستان سره د شپاړسو میلیارډو ډالرو مرسته وشوه؛ څو په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي، خو دوه پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
د ورځپاڼې په وینا لومړۍ دا، چې افغان حکومت څه ضمانت لري، چې د فساد پر ضد به مبارزه وکړي، څو ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.
ورځپاڼې خبردارې ورکړې، که چیرته د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه ونه شي، نو د افغانستان راتلونکي به هم همدا شان وي.
ویسا بیا په ولسمشر غږ کړی، چې د فساد پر ضد دې مبارزه پیاوړې کړي او خپلې هغه ژمنې، چې د دری ګونو قواو په غونډه کې یی کړي.
ورځپاڼه لیکي، چې د هیواد لویې څارنوالۍ او د فساد پر ضد د مبارزې ادارې یو شمېر چارواکي په اختلاس او د ځمکو په غصب تورن کړي او په کار ده؛ چې د فساد پر ضد مبارزه باید له همدغو چارواکو پیل شي.