د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۷

افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته متحد پاتې شي؟


″په افغانستان کې د یوه وړونکې انتخابول″ دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې تحلیلي مقالې سرلیک دی، چې د افغانستان راتلونکې په کې ترسیم شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکایانو په مباحثو کې دې مسالو ته زیات پام اړول کیږي؛ چې څومره ژر امریکایي عسکر وطن ته راستنیدای شي او ایا امریکایان به د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په معاملې کې کار وکړای شي؟

دغه راز په دې هم بحث کیږي، چې آیا افغانستان به د ۲۰۱۴ کال په پای کې متحد او یوموټی پاته شي، د القاعده او طالبانو د بیا واکمنۍ مخ به ونیوله شي؟ د جمهور رییس کرزي پر ځای به څوک ټاکل کیږي؟

ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالات باید په خپل ټول وس او توان زیار وباسي؛ چې یو بدلون غوښتونکی د جمهوري ریاست به انتخاباتو کې بریالی شي.

واشنګټن پوسټ لیکي، که چېرې کوم جګړه مار او یا هم په ادارې فساد کې ښکیل سیاست وال د جمهوري ریاست په څوکۍ وټاکل شي، د مرستې پیسې به ضایع شي او د افغانستان اقتصاد چې په بهرنیو مرستو تکیه دی، پرشا لاړ شي.

په داسې یوه حالت کې به د معارف، روغتیا او د تیلفون د خدمتونو په ګډون، د افغانانو په ژوند کې راغلی بدلونونه او لاسته رواړنې په اوبو لا هو شي.

ورځپاڼه لیکي، تر ټولو بده خو یې دا ده چې وسله وال ممکن محروم او نا راضي افغانان خپل کړي، کورنۍ جګړه پیل شي او د هېواد زیاته برخه ممکن د طالبانو او القاعده لاسته ورشي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي، که چیرې د افغانستان راتلونکی جمهور رییس یو منځ لاری بدلون غوښتونکی وي، احتمالي نتیجې یې ممکن ښې نه وي، خو له ناکامۍ څخه به ښه وي. یو زیات شمېر ښه مشران په دې اړه سیالۍ کوي.

ورځپاڼه د تحلیل په وروستۍ برخې کې لیکي، د افغانستان راتلونکی مشر به دا فرصت ولري، چې د امریکا د متحده ایالاتو باور او اعتماد جلب کړي او داسې امنیتي شراکت په تدریجی ډول رامنځ ته کړي لکه یونان، ترکیې، اردن، مصر، جنوبي کوریا او تایوان چې له امریکا سره جوړ کړی دی.

افغانان باید وهڅول شي، د هغو مفسدینو او جګړه مارانو مخه ونیسي؛ چې غواړي د کرزي پر ځای د جمهوري ریاست په څوکۍ کښېني.

د یوه نسل جګړې څخه د افغانانو خلاصون به تر ډېره حده په افغانستان کې د امریکا په دیارلس کلنو هلو ځلو او مادي مرستو او دغه رازد افغانانو په قوت پورې اړه ولري؛ خو دا هدف د انتخاباتو په یوې سمې عملیې او د ۲۰۱۴ کال کې د انتخاباتو له نتیجو څخه ترلاسه کیدای شي.


امریکا چاپ ټایم مجلې په وروستۍ ګڼې کې، ″د طالبانو له خوا اعدامونه او که یو دولت له ناکامۍ سره مخامخ شي څه به واقع شي؟″ تر سرلیک لاندي یوه مقاله لیکلې او د کابل په شمال کې د یوې افغانې ښځې د بې رحمانه او ظالمانه وژنې داستان یي راخیستی دی.

مجله لیکي، په افغانستان کې تریخ حقیقت دا دی، چې د طالبانو له اعدامونو نیولې، د غوږونو او پزو پریکول، په درو وهل، لاسونه پرې کول او د وحشت وژنې نورې هم مخ په زیاتیدو دي.

مجله زیاتوي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، په هېواد کې د ښځو پر ضد جدي تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی. د دې اعمالو یوه برخه د طالبانو له خوا او نورې یي له اسلام څخه مخکې د قومې رواجونو پر اساس تر سره کیږي .
XS
SM
MD
LG