د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

″د غزني پاڅون کوونکي له بهرنیو وسله والو سره په جګړه بوخت دي″


د غزنی ولایت د اندړ ولسوالۍ د ملی پاڅون مشران وایي، چې دوی په خپله مبارزه کې د پاکستاني طالبانو په مشرۍ د چینچن عرب او ازبک وسله والو سره په جګړه بوخت دی.

د دې پاڅون مسوولین وایي، چې دوی په تیرو کلونو کې د وسله والو طالبانو له کړو وړو ستړې شوي او نه غواړي، چې نور د دوی امرونه پر ځای کړي.

د اندړ ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، دوی ډیر افسوس کوي، چې ولی له تیرو کلونو راهیسې، پاکستاني وسله والو د جهاد په نوم دوی غولولي او ډېر قومي مشران او ځوانان یې په بیلا بیلو نمونو وژلي دي.

دا پاڅون کوونکي وایي، چې دوی په خپله سیمه کې ډیر پرمختګ کړی او لا به هم دوام ورکړي.

″۱- زه د احمد خان کلا اوسیدونکی یم. د دې کلیو لپاره د قوماندان په توګه مقرر یم. دلته په شلګر کې طالبانو ظلمونه کول، زموږ مشران یې مړه کول، نو اوس موږ راجګ شوي یو دولت مو غم نه خوړلو، موږ خپله پروسه پرمخ بیایو، موږ د ظالم عربي او پنجابی له لاسه خپل وطن خلاصول غواړو.

۲- زما نوم جان محمد دی. خلک مو دومره مجبور وو، چې پر بیګا ډوډۍ به حیران وو او د ظلم له لاسه هرکال پنځوس شپیته کسه محصلین او متعلمین په بیلا بیلو نمونو تورن کېدل او وژل کېدل.

کوم پاکستانی چې راځي، زموږ په هېواد کې نوم ورکړی جهاد کوي، جهاد ته خو ورته نه دي دوی خپله رنډۍ خانه او مسجد یو ځای دي په یوه سیمه کې هلته جهاد نه کوي.

۳- زما نوم اغا محمد دی. دوی دا لس کاله راځي او دلته په یو نوم او بل نوم جهاد کوي، لس کاله وروسته یې موږ ته ثمره ووتله، زه له ټولو خلکو غواړم، چې زموږ په لیکو کې ودریږي له خپل هېواد او کلی دفاع وکړي دا پرې واجب او فرض دی.″

۴- له موږ سره کومې مرستې نه دي شوي، دا وسلې چې زموږ سره دي، یا مو له طالبانو اخیستي او یا مو خپلې زړې وسلې دي، له چا سره ښکاري ټوپک دی، ټولو خپل زړې او خرابې وسلې چې ورسره وې را کښلي یې دي او جنګ پرې کوو.

۵- د طالبانو په وخت کې خلک له طالبانو خسته شوي وو، نه یې مکتب پرېښود، نه یې کلینیک اونه یې سړک پریښود، د خدای په فضل زموږ د پاڅون نتیجه ښه ده، ډېر کلي مو نیولي وو او هوډ لرو، چې ټول اندړ ازاد کړو او نورو ولایتونو ته هم زموږ ملګري شي.″


د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې دا پاڅون له نږدې دوه نیمو میاشتې مخکې؛ وروسته له هغې پیل شو، چې وسله والو مخالفینو په سیمه کې ښوونځي وتړل.

وسله والو مخالفینو وروسته له هغې د ښوونځیو د تړلو پریکړه وکړه؛ چې ځایي چارواکو د امنیتي ملحوظاتو له کبله د موټر ساییکلونو په تګ راتګ بندیز ولګولو.

د اندړو ولسوالۍ پاڅون کوونکي وایي، چې دوی تر اوسه پنځه څلویښت کلي له مخالفینو پاک کړي؛ پنځه دېرش وسله وال یې نیولي او تر سلو زیات یې وژلې او ټپیان کړي دي.

د دې ولایت اوسیدونکي او سپین ږیري د ملي پاڅون څخه خوښ دي او وایي، چې په دې سیمه کې د طالبانو له خوا تړل شوي ښوونځي او کلینیکونه فعال شوي او غواړي، دا پاڅون نورو ولایتونو ته هم وعځوي.

په دې اړه د اندړو لسوالۍ اوسیدونکی وایي.

″۱-پر خلکو زحمت او تکلیف ډیر و، دا بیایه دا راوله او داکش کوه، مکتب منع و، روغتونونه تړلي وو، چېرې تلای نشوای، اوس خلک راحت دي، هرې خواته تلای شي دا پاڅون زموږ په خوښه شوی، دا ټول زموږ اولادونه دي، دا خو پردې یا د بلې سیمې خلک نه دي.

۲- خدای دې دا ټول مجاهدین جنتي کړي، دوی د خپل دین خدمت وکړ، د دین خدمت زموږ خدمت دی، موږ خوشحاله یو، موږ یې دعاګوی یو.

۳- خلک ټول له دوی نه خوشحاله دي، الله دې دوی کامیاب کړي، چې نورو علاقو، سیمو ته هم لاړ شي، دوی غټ خدمت وکړ، امنیت یې را وستلو او ښونځي یې خلاص کړل.

۴ - دا کور طالبانو وسوځولو، په بمونو یې والوځولو، قران کریم یې په کې وسوځولو ښځې یې ترې را ایستلې وې؛ وهلې بې عیزته یې کړې. دوی بیا ځان ته مسلمان وایي، بیا وایي، چې موږ قران ګټو او اسلام ګتو ایا اسلام داسې ګټل کېږي؟ دا خو یې د ګټلو لار نه ده″


د غزنې د اندړ ولسوالۍ اوسیدونکې داسې مهال نورو سیمو ته د دې پاڅون د غوړېدا غوښتنه کوي، چې د رپوټونو له مخې په نورستان، فاریاب او غور ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې خلکو د وسله والو مخالفینو پرضد پاڅونونه کړي.

د افغانستان په زیات شمیر سرحدي ولایتونو کې وسله وال مخالفین فعال دي، چې د کتونکو په اند د سیمې د استخباراتي کړیو په مرسته د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره فعالیت کوي.

راپور: ذکيه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG