د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

فرانسوي عسکر غواړي د کابل د ځینو مهمو برخو امنیت ټينګ کړي


د فرانسې د دفاع وزیر ژان لودریان وايي، د هېواد ځواکونه به يې تر ۲۰۱۴ کاله پورې د کابل د نړیوال هوايي ډګر او د سردار محمد داوود خان د روغتون امینتي چارې پر غاړه واخلي.

فرانسه په افغانستان کې د ناټو تر قومندې لاندې په ایساف ځواکونو کې د سرتیرو د کمیت له پلوه پنځم لوی هېواد دی.

د فرانسې د دفاع وزیر ویلي، د روان کال په اګسټ میاشت کې به د دې هیواد شپږ نیم سوه سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

د فرانسې د ولسمشر ″فرانسوا اولاند″ د پلان له مخې د ۲۰۱۲ کال تر پایه پورې باید ټول محارب فرانسوي ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

نوموړي په خپل انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه؛ چې که د فرانسې ولسمشر شي، نو له ۲۰۱۴ کال دمخه به چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو نیټه ده، خپل سرتیري له دې هیواد څخه وباسي.

خود ښاغلي لودریان په وینا د راتلونکې اکتوبر میاشت په لومړۍ نیټه به د دې هېواد سرتیري د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیتي چارې پر غاړه واخلي.

تیره چهار شنبه فرانسې په کاپیسا ولایت کې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د فرانس پریس خبري اژانس په وینا فرانسه دا مهال په افغانستان کې شاوخوا درې نیم زره سرتیري لري چې دوه زره به يې د روان ۲۰۱۲ کال تر پایه له افغانستان څخه خپل هیواد ته ستانه شي.
XS
SM
MD
LG