که څه هم افغان کارپوهان د هېواد د راتلونکي اقتصادي ودې لپاره د توکېو کانفرانس ګټور بولي، خو وایي چې د دغه کانفرانس د ژمنو عملي کول به د افغانستان په راتلونکي حکومت او وضیعت پورې اړه ولري.
د سیاسي چارو کارپوه عبدالستار سعادت د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغانستان موضوع یوه سیمه ییزه او نړېواله موضوع ده او باید چې د حل لپاره یې سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي.
ښاغلي سعادت وایي، د توکېو کانفرانس ژمنې هغه وخت عملي کېدای شي چې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هیوادونو په نیت کې بدلون راشي:
"که چیرته د افغانستان د ثبات مسله حل شوه او د ګاونډیو موقف تغیر وکړ، توکېو کانفرانس کېدای شي د راتلونکې لسیزې لپاره کفایت وکړي، اما مهمه سیمه ییزا اجماع ده د افغانستان په اړه، د دې لپاره نړېواله ټولنه باید فشار راوړي او افغان حکومت باید فعاله دیپلوماسي غوره کړي.
د افغانستان دثبات مسله ده، اداری فساد دی، د خلکو موقف دی د حکومت په اړه او د ولسواکې تطبیق دی، دا باید وشي."
د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د توکېو کانفرانس د یکشنبې په ورځ په جاپان کې د اویا مرسته کوونکو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو په ګډون جوړ شو.
په همدې وخت کې یو شمېر کتونکي په افغان حکومت انتقاد کوي، چې توکېو کانفرانس ته له یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ سره نه دي تللی.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود وایي، چې افغان حکومت توکېو کانفرانس ته له یوې داسې طرحې سره تللی چې د راتلونکو لسو کلونو یا د بدلون د لسیزې کاري پروګرامونه په کې نه دي شامل:
"موږ هلته طرحې وړي نه یوه ستراتيژي، موږ باید دې کانفرانس ته له ۲۰۱۴ نه تر۲۰۲۴ میلادي کال پورې د افغانستان د پراختیایي ودې یوه ستراتيژی جوړه کړې وای.
د دې ستراتیژی له مخې بیا باید موږ خپلې طرحې جوړې کړې وای، له دې لارې به نړیوالو مونږ په ستراتيژی ډول مطالعه کړی وای.
د ستراتيژی هغه طرحې به مو دوی ته وړاندې کړې وای چې د عملي کېدو وړ وې او دا خپله د عملي کېدو وړ پلان جوړونه وه."
ښاغلی مسعود هم د توکېو کانفرانس د ژمنو عملي کول د هیواد په امنیت پورې تړي او وایي چې د افغانستان امنیت هغه موضوع ده چې په ګاونډیو هیوادونو پورې اړه لري.
توکېو کانفرانس د افغانستان په اړه د تیرو لسو کلونو راهیسې ولسم کانفرانس او داسې ښکاري چې په دغه کانفرانس کې د تیرو کانفرانسونو پریکړې او موضوعات جمعه بندي شي.
کارپوهان په ورته وخت کې اندیښنه څرګندوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په هیواد کې لاسته راغلې دیموکراسي، دبیان ازادي ، د ښځو حقونه، ثبات او داسې نورې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.