د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۸

په لیبیا کې په تېرو ۶۰ کلونو کې نن په لومړي ځل ټاکنې کیږي

د لیبیا ولس تیرکال د معمرالقذافي د واک له نسکوریدو وروسته او له شپیتو کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره نن په پارلماني انتخاباتو کې رایې ورکوي او د پارلمان ۲۰۰ غړي ټاکي.

په لیبیا کې دغه انتخابات چې د قومي سیالیو او د زور زیاتی د اندیښنو ترڅنګ ترسره کیږي د ولسواکۍ لور ته د دغه هېواد د ټکني انتقال یو مهم ګام ګڼل کیږي.

ځينو خلکو د انتخاباتو د مقاطعې غوښتنه هم کړې، خو په هرحال په طرابلس کې خلک نن سهار د انتخاباتو د مراکزو مخې ته چې امنیت یي پولیسو او اردو نیولی وو راټول شول چې خپلې رایی واچوي.

یوه کس د دغو انتخاباتو په هکله داسې وویل:

،، البته چې د لیبیا دولس هر غړی حق لري، چې هغه کس وټاکي چې دی یې مناسب ګڼي.

داسې کس چې هغه پاک وي ترڅو زموږ هېواد ودان کړي، داسې کس چې ولس ته خدمت وکړي، د خپلو ګټو په ځای د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.

البته چې زه د خپلې خوښې کس ته رایه ورکوم. موږ خپلې غوښتنی د رایو د صندوق له لارې څرګندوو او د هغه کس ته رایه ورکوو چې موږ یې غواړو.،،

د فرید فاضل په نامه یو بل لیبیایي وویل، چې نن تاریخي ورځ ده. معمرالقذافي څلویښت کاله د لیبیا مطلق واکمن وو. فاضل او ډیر نور لیبیایان په دې خوښ دي چې نن یې د خپل پارلمان د غړو د ټاکنې واقعي فرصت ترلاسه کړی دی.

د لیبیا د انتخاباتو د ستر کمیسیون مشر نوري العبار پرون وویل، چې ولس د کلونو راهیسې د دغو انتخاباتو په تمه وه:

،،موږ له پنځوسو کلونو راهیسي د دغو انتخاباتو په تمه وو، سبا به دوه میلیونه اوه لکه یا دوه میلیونه اته لکه کسان رایې ورکړي.

موږ د انتخاباتو د ترسره کولو چې د میلیونو لیبیایانو هیله ده ټینګ عزم لرو.،،

شاوخوا ۳۷۰۰ کسانو په دغو انتخاباتو کې ځانونو کاندید کړي دي، چې زیاتره اسلام پالي سیاستوال دي.

بل خوا د لیبیا په ختیځ کې خلکو اعتراض کړی، چې ولې دوي ته په پارلمان کې کمې څوکۍ بیلې شوي دي.

د بنغازي د شاوخوا سیمو خلک وایي، چې شپیته څوکۍ د دوي لپاره کافي نه دي او د انتخاباتو د مقاطعی غوښتنه یې کړی ده.

پرون وسله والو کسانو په بنغازی کې په یوې هیلي کوپټرې ډزې وکړې، چې د انتخاباتو وسایل په کی بار وو او هغه یې نسکوره کړه، په دی پیښه کې د انتخاباتو د کمیسیون یو کارکوونکی ووژل شو.

خو په هرحال په طرابلس کی انتخابات نن په ارامه فضا کې پیل شول.

په لیبیا کې انتخابات، د منځني ختیځ د ولسي پاڅونونو نتیجه ده، مخکې په مصر او تونس کې هم دا ډ‌ول انتخابات وشول چې اسلام پالو سیاستوالو په کې لوی برلاسی وښوده.

د لیبیا په انتخاباتو کې به هم بېلابېلې اسلام پالې ډلی پارلمان ته لاره پيدا کړي. د لیبیا نوی پارلمان به د هېواد قانون برابروي او نوی حکومت به وټاکي.
XS
SM
MD
LG