د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۳

هیلري کلینټن، افغانستان د امریکا یو مهم متحد اعلان کړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وایي، چې د ناټو تړون سربیره د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان د مهم متحد منل د دې ښکارندويي کوي، چې هېواد یي د افغانستان له راتلونکي سره قوي ژمنه لري.

میرمن کلنټن وايي، چې د ناټو تړون څخه بهر د امریکا له خوا د یو شمېر هېوادونو متحده بلل د دی هېوادونو لپاره هم ګټې لري.

نوموړې د بیلګې په توګه وویل، چې دا ډول هېوادونه کولای شي، دفاعي وسایلو ته لاس رسې پیدا کړي او امنیتي ځواکونه یي د امریکا له اردو سره پراخې اړیکې ټینګي کړي:

"یوه سلسله ګټې دي، چې د ناټو تړون سربیره هغه هېوادونه چې د امریکا متحد بلل شوي ترې برخمن شي.

د بیلګې په توګه هغوي کولای شي، دفاعي وسایلو ته لاس رسی پیدا کړي، دا به پریږدو چې په دې اړه زموږ پوځي همکاران وضاحت ورکړي، خو دا هغه اړیکي دي، چې ځانګړي ګټې لري.

په داسې حال چې مسولیتونه انتقالوو او پلان لرو چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته په افغانستان کې حضور ولرو، دا د افغان پوځیانو پر مخ دروازه پرانیزي، چې زیاته وړتیا پیدا کړي ترڅو له امریکا په ځانګړي توګه له امریکایي پوځیانو سره پراخه اړیکې ولري."


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، چې د شنبې په ورځ مخکې له غرمې له افغان ولسمشر سره په ارګ ماڼۍ کې په یوه ګډه خبري غونډه کې راڅرګنده شوه، اعلان یي وکړ، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان د ناټو له چوکآټ بهر یو مهم متحد بللی دی.

میرمن کلنټن د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو اړیکو د سند نافذیدو ته په اشارې وویل، چې له خپل افغان سیال سره به یو ګډ کمیسیون جوړ کړي او خپلې دوه اړخیزه همکارۍ به ګړندۍ کړي.

اغلې کلنټن په خپلو خبرو کې د جاپان په توکیو ښار کې د افغانستان د مالي ملاتړ په اړه جوړیدونکي غونډه مهمه وبلله او ويي ویل سربیره پردی، چې په دې غونډه کې به د بدلون په لسیزه د پانګونې په اړه خبرې کیږي، د دوه اړخیزې حساب ورکونې په اړه هم خبرې کیږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د توکیو کنفرانس د جوړیدو په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې سفر مهم وباله:

"متحرمه هیلري کلنټن د امریکا د بهرنیو چارو محترمه وزیره، نن په خاصه توګه افغانستان ته راغلې، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو ستاینه وکړي، نو د دوي سفر د توکیو کنفرانس له مخې افغانستان ته خاص ارزښت لري."

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د توکیو په کنفرانس کې د خپل هېواد مالي مرسته معلومه نه کړه، خو ويي ویل چې هېواد به یي خپلې ژمنې وکړي، چې د کوربه هېواد جاپان له خوا به اعلان شي.

هیلري کلنټن د توکیو کنفرانس څخه یوه ورځ مخکې افغانستان ته په یو ناڅاپي سفر راغله او ويي ویل چې اداري فساد په زیات شمېر هېوادونو کې یوه ستونزه ده، خو ټینګار یي وکړ، چې هېوادونه او خلک باید ورسره مبارزه وکړي.

نوموړی وایي، چې دوي له خپل افغان مسولین سره غواړي، چې د اداري فساد ستونزه په ګډه حل کړي.

د کلنټڼ په وینا دوی د امریکا په مرستو کی د اداری فساد هره ادعا جدی څیړې او له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي، ترڅو د مرسته کوونکو هیوادونو د اندیښنو د ختمولو په خاطر د افغانستان د بیا رغونی په صندوق کی د بی نظمی او فساد اداعاوی وڅیړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG