د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د اورلګیدنې د پیښې ۵۰ سلنه ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل ښار کې د ګازو په شرکت کې له اورلګیدنې له پیښې دوه ورځې وروسته وویل، چې د دې پیښې د پنځوس سلنه ټپیانو روغتیایي حالت چې په دریو دولتي روغتونو کې بستر دی د اندیښنې وړ دي.

د عامې روغتیا وزارت د مرکز د روغتونو مشر ډاکټر سید کرم امیري د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې پیښې شپږو ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړې او درې مړي له سیمي ورته راوړل شوي وو.

نوموړی وایي، په دې پیښه کې نوي تنه ټپیان دوي ته راوړل شوي چې ماشومان هم په کې شامل دي:

"موږ ټول ټال نوي تنه ټپیان لرو او نهه تنه یي مړه شوي زموږ د پنځوس سلنه ټپیانو حالت ډیر خراب دی او د نسبتا روغو له ډلې شاید دیرش یا پنځه دیرش تنه یي رخصت شوي وي.

څلور سوځیدلي ماشومان صحت طفل روغتون ته وړل شوی وو، چې دوه یي رخصت او دوه یې بستر دي."


د دی پیښی ټپیان د استقلال روغتون سربیره په جمهوریت روغتون کې بستر دي او د روغتون موظف ډاکټران وایي، په دې روغتون کې شپږ تنه ټپیان چې د سوځیدنې کچه یي له دیرشو تر څلویښت فیصدو پورې لوړه وه، د کورنیو له خوا یي د درملنې لپاره پاکستان ته وړل شوي دي.

د دې روغتون د ډاکټرانو په وینا دوي ته د یو بهرني وګړي په ګډون نولس ټپیان ور وړل شوي وو، چې بهرني وګړي د درملنې لپاره بګرام ته لیږل شوی.

د دې روغتون د عاجلې څانګې مسول ډاکټرعبدالقدوس قاسمي وویل، چې د نولسو له ډلې یو تن یي مړ او د دوه تنو حالت نازک دی.

ما د روغتون له دوه هغو خونو څخه لیدنه وکړه، چې د دې پیښې اوه تنه ټپیان چې روغتیایي حالت یي ښه وو په کې بستر وو.

په دې خونه کې یو ځوان چی د سوځیدنی کچه یی څلویښت سلنه وه او خپل نوم یی شبیر ښودلو ددی پیښی د څرنګوالی په اړه یی وویل:

"درې بجې د ورځې وی، ما غوښتل چې د کور لپاره د ګازو ډبه ډکه کړم، همدې شرکت ته یو نوی موټر له ګازو ډک راغی، نه پوهیږم موټر وان وو که کلینر، راغی د موټر نټونه یي جوړول که یي ورسره لوبې کولې.

یو ځل ټوله حلقه والوته او ما هم نور څه ونشو لیدلی، د شرکت له دروازې چې ووتم زما کالیو اور واخیست، لاسونه مې هم وسوځیدل منډه مې واخیسته عمومي سړک ته هلته یو بل د ګاز بالون وچاودید نیم ځان مې هلته وسوځید."


د وروستیو رپوټونو له مخې ددی پیښې د قربانیانو شمیر نږدی شل تنه دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مسوولینو د پنجشنبی په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې پدی پیښه کې اولس تنه وژل شوی او یو سله پنځه پنځوس نور ټپیان دی.

ویل کېږی، چې ددی پیښی د ټپیانو حالت ته په کتو سره ممکن د مړو په شمیر کې زیاتوالی راشی.

د چهارشنبی ورځی په مازدیګر د کابل ښار په پکتیاکوټ سیمه کې د برادران حیدری په نوم د ګازو په یو شرکت چی چاودنه وشوه،خو تر اوسه ددی پیښی دقیق لامل ندی معلوم.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG