د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۳۴

امریکا بیا هم د جګړې د پای لپاره له یوه لوی مشکل سره مخ دی


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ناټو ته د پاکستان د اکمالاتي لارې د پرانیستلو په اړه د یوې مقالې په سرلیک کې لیکلي، چې د منځنۍ اسیا مځکنۍ لارې بیا هم د افغانستان څخه د امریکا د وتلو لپاره ارزښت لري.

ورځپاڼه وايي:

د پاکستان له خاورې په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي لارې د پرانیستلو سربیره د امریکا پوځ بیا هم د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره له یو لوی مشکل سره مخ دی.

د ورځپاڼې په وینا امریکا باید شا اوخوا نوي زره سرتیري او ډیره اندازه وسلې او تجهیزات چې په تیرو لسو کلونو کې یې افغانستان ته راوړي له دې هېواده وباسي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، که فرض شي چې پاکستان به بل ځل د ناټو لاره نه تړي بیا به هم ناټو او امریکا د خپلو تجهیزاتو یو په درې برخه د روسیې او منځنۍ اسیا له لارې له افغانستان څخه وباسي.

ورځپاڼه لیکي، وروسته له هغې چې د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یو هوايي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول او پاکستان د ناټو اکمالاتي لاره وتړله، نو د امریکا پوځ د خپلو اکمالاتو لپاره روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړه، چې په سلو کې شپیته برخه يې د مځکې او نوره یې د هوا له لارې انتقالوله.

د ورځپاڼې په وینا سره له دې چې په دې موده کې د اکمالاتو په رسولو کې کوم ځنډ رامنځ ته نه شو، خو واشنګټن هرمیاشت سل میلیونه ډالره اضافي لګښت کاوه.

په داسې حال کې چې واشنګټن پوسټ ورځپانې د پاکستان له خاورې د ناټو د اکمالاتي لارې پر پرانیستلو لیکنه کړې د بریتانیا څخه خپریدونکې ډيلي ټیلګراف ورځپاڼې د توکیو په راتلونکې کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستو مسله څیړلې ده.

ورځپاڼې د بریتانیا د پراختیا د وزیر اندرو میچل له خولې لیکلي، چې افغانستان د اوږدمهالو مرستو ژمنې ته اړتیا لري.

نوموړي خبرداری ورکړی که د نړېوالو مرسته کونکیو له خوا دا ډول ژمنې ونه شي. هغه بریاوې به چې بریتانوي سرتیرو په ډیرې سختۍ ترلاسه کړي ضایع شي.

د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼه وايي، د افغانستان سره مرسته کونکې هیوادونه چې د یکشنبې په ورځ په توکیو کې راټولېږي باید د هغه څه په اړه خپل مسولیت درک کړي چې د( بدلون لسیزه ) بلل شوي او په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو له وتنې وروسته پیلیږي.

ورځپاڼه د بریتانیا د پراخیتا د وزیر اندرو میچل له خولې وايي په دې برخه کې باید هیره نه شي چې د ډاکتر نجیب الله ریژیم د جګړې نه بلکې د روسیې د مرستو د بندیدو له امله نسکور شو او د توکیو د کنفرانس هدف دادی چې داسې پېښه بیا تکرار نه شي.
XS
SM
MD
LG