د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د پکتیا کوټ د اورلګیدنې په پیښه کې ښايي تلفات ډیر شي


د کابل د پکتیا کوټ سیمې د مایع ګازو په یوه شرکت کې د اورلګیدنې د مرګ ژوبلې د شمېرې په اړه تر دې مهاله ضد او نقیض راپورونه موجود دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشر جنرال محمد ظاهر ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغې اورلګیدنې له امله ۱۷ کسان وژل شوي او له یوسل اوپنځوسو زیات ټپيان دي:

"موږ د پیښې په ځای کې پنځه جسدونه تر خارو لاندې پيدا کړي دي، تر اوسه ۱۷ کسان وژل شوي او یوسل او پنځه پنځوس ټپيان دي.

له موږ سره تر اوسه همدا دقیق ارقام دي، خو کیدای شي د وژل شویو شمیر نور هم زیات شي.

په سیمه کې د پولیسو د تصفیې کار دوام لري."


خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې پیښه کې اته کسان وژل شوي او روغتونونو ته پنځه اتیا ټپیان ور وړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند کارګر نوراوغلي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د شاوخوا شلو ټپيانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی ځکه د دوي د سوځیدو اندازه له نوي فیصدو څخه زیاته ده.

دغه اور تیره ورځ د کابل جلال اباد په لویه لاره د پکتیا کوټ په سیمه کې د برادران حیدري د مایع ګازو په شرکت کې ولګید چې شاوخوا یولس ساعته یې دوام وکړ.

امنیتي چارواکي وایي، چې د اور د زیات دوام لامل دا وو، چې لا تر اوسه په افغانستان کې هوایي او پرمخ تللې اطفایه نشته.

دغې اورلګیدنې له ځاني زیان سربیره زیاته اندازه مالي زیان هم رامنځ ته کړی دی.

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې امر نجیب الله سمسور د اورلګیدنې په ځای کې د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې پيښه د شرکت د کارکوونکو د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.

ښاغلی سمسور د دغې پيښې د مالي زیان په اړه وایي:

"په دې اور لګیدنه کې له شلو زیات کانټینر شکله غرفې سوځیدلي، یو دوکان او درې ټانګر سوځیدلي دی.

دلته د دښمن هیڅ ډول حرکت هم نه محسوس کیږي، دا د شرکتونو د بې احتیاطۍ له امله دي، دوي هیڅ ډول اطفایوي تدابیر نه لري، هیڅ داسې نښې نښانې نشته چې دلته دې ماین چاودلی وي یادې انفجار وي."


که څه هم ښاغلي سمسور په دې اورلګیدنه کې د کورونو د سوځیدو مسله رد کړه، خو عام خلک وایي چې یو شمېر کورونه هم سوځیدلي دي.

د پکتیا کوټ سیمې یو شمېر اوسیدونکي وایي:

- نوم مې عبدالقدیر، زه دلته په سړک کې ناست وم ،بس یو ګړز وشو، زه یې ایسته وشړلم، دوه کسان ددې هوټل په کې مړه شول.

- حبیب الله، دلته یوګړم وشو، بس ډیر دوکانونه وسوځیدل، هوټلی هم وسوځید او هوټل یې هم تبا شو.

- نوم مې بخت محمد دی د پکتیا کوټ اوسیدونکی، یودوه کورونه هم سوځیدلي.

- زمانوم علم ګل دی، لمبې یې ډیرې زیاتې وي، ټول کلي کورونه پریښي وو او څنګ کې یې یو دوه کوره سوځیدلي دي.

- زما نوم عبدالخبیر دی،دا اوس یې هلته شپږ کسان په خلتو کې واچول، کورونه هم سوځیدلي ماشومان یې هم، ماشومان ما ونه لیدل خو کورونه مې ولیدل چې سوځیدلي.


له دې یوه ورځ مخکې د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې هم د ګازو د خرڅلاو په یوه دکان کې درې کسان ووژل شول او اته ویشت نور یې ټپیان شول.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG