د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

مدني ټولنې: د ټاکنو په قانون کې جزایي فصل اړین دی


د حقوق پوهانو د شبکې مسوول او د مدني ټولنې د هماهنګۍ د مرکز غړي عبدالستار سعادت
د حقوق پوهانو د شبکې مسوول او د مدني ټولنې د هماهنګۍ د مرکز غړي عبدالستار سعادت
د حقوق پوهانو او مدني ټولنو د هماهنګۍ ګډ مرکز خبرداری ورکړ، که چیرې د انتخاباتو په قانون کې د سرغړاونکو لپاره جزایي فصل زیات نشي ګمان نه کوي چې راتلونکې انتخابات عادلانه او شفاف ترسره شي.

د دې ګډ مرکز چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د انتخاباتو د قانون اصلاح او د دې کمیسیون د صلاحیتونو کمولو ته جدي اړتیا شته او باید چې په دې برخه کې د دوي طرح په پام کې ونیول شي.

د حقوق پوهانو د شبکې مسوول او د مدني ټولنې د هماهنګۍ د مرکز غړي عبدالستار سعادت وویل، که چیرې د انتخاباتو په قانون کې جزایی مواد ور زیات نشي نو په راتلونکې کې به هم انتخابات له ستونزو او ننګونو سره مخامخ وي:

"زموږ له نظره جزایي فصل ډیر اړین دی که چیرې د انتخاباتو په قانون کې دا فصل نه وي نو شفافو انتخاباتو ته نشو رسیدی.

که چیرې نن مو دا فصل ور زیات کړ نو راتلونکي انتخابات به مو ښه او شفاف وي.

د انتخاباتو د قانون په نوې طرح کې ډیر جرمي مسایل اسانه شوي او خلک جرم ته تحریک کوي.

د جزا په قانون کې ګواښ له پنځو نه تر اوو کلونو پورې سزا لري خو که چیرې د انتخاباتو په قانون کې چاه ته ګواښ کیږي نو هیڅ سزا نلري".


د مدني ټولنې د هماهنګۍ ګډ مرکز دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې د انتخاباتو د قانون نوې طرح همدا اوس په ملي شورا کې ده او تر اوسه د دې شورا غړو پرې بحث نه دی کړی.

مدني ټولنې وایي، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ترڅنګ د شکایتونو د څیړنې کمیسیون هم باید موجود وي ترڅو د دې ټولنې د مسوولانو په خبره له انتخاباتو څخه وروسته شکایتي مسایل وڅیړي.

د مدني ټولنې د همانګۍ د ګډ مرکز غړې ملالۍ شینوارې څرګنده کړه، چې د انتخاباتو په قانون کې د اصلاحاتو، تعدیالاتو او د جزایي فصل د زیاتولو لپاره به دوي ډیرې منډې ترړې وکړې:

"موږ کولای شو له بېلابېلو مدني لارو خپل فشارونه ولسي جرګه او حکومت راولو ځکه دا زموږ حق دی او باید دوي زمونږ طرح ومني.

د دې طرحې د عملي کولو لپاره موږ د سوله ایزو مظاهرو لاره هم پر مخ لرو، که چیرې زموږ نظریاتو ته چاه درناوی ونه کړو نو له خپلو همدې مدني حقونو څخه ګټه اخلو."


په افغانستان کې، د ولایتي شورا ګانو، ولسي جرګې او جمهوري ریاست تیر انتخابات د ولسمشر د تقنیني فرمانونو له مخې ترسره شوي، په دې انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې وشوې او د نتایجو پر وړاندې یې ان په کابل او ولایتونو کې مظاهرې هم ترسره شوې.

ټاکل شوې ده، په افغانستان کې د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ترسره شي، خو داسې اندیښنې شته چې د نا امنیو ترڅنګ که چیرې ځینې نورې قانوني او تخینکي ستونزې حل نشي نو ښایي چې راتلونکې انتخابات د تیرو انتخاباتو په پرتله هم ډیرې ناخوالې او ستونزې ولري.
XS
SM
MD
LG