د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د نړۍ يوه مشهوره کمپنۍ په افغانستان کې تيل استخراجوي


ايکسون مبايل کمپنۍ د افغانستان په شمال کې د افغان تاجک سيمې د تيلو او ګازو د استخراج لپاره په مزايدې کې ګډون وکړ.

ايکسون مبايل کمپنۍ د تيلو او ګازو امريکايۍ کپمنۍ ده، چې د نړۍ په يوويشت هېوادو کې تصفيه خانې لري.

دا کمپنۍ هم د تصفيه خانو له پلوه او هم د عوايدو له درکه د نړۍ د تيلو او ګازو ستره کمپنۍ ده.

ايکسون مبايل کمپنۍ تاييد کړه، چې د افغانستان د تيلو او ګازو د استخراج په برخه کې يې په مزايدې کې د برخې اخيستو لپاره فورمې ډکې کړې دي.

اټکل کيږي، چې يو ميليارډ بيرله تيل او ګاز په دغه سيمه کې وي چې مزايدې ته وړاندې شوې ده.

د افغان تاجک د نفتي حوزې مساحت د يوې کاناډايۍ کمپنۍ له خوا يو ديرش زره کيلومتره مربع تثبيت شوي.

د نفتو د دې حوزې ختيځ ته د هندوکش غرونه، لويديځ ته د امو سيند يوه برخه، شمال ته امو سيند او جنوب ته د بلخ ولايت د البرز غرونه پراته دي.

د امريکا د انجنيرانو د يوې ډلې د سروې له مخې د امو سيند او افغان تاجک په نفتي حوزو کې څلور سوه څلور څلويښت ميليارډه متره مکعب اوبلن ګاز، دوه سوه نولس ميليونه ټنه تيل او اويا ميليونه ټنه کاندنساټ تېل شته.کاندنساټ يو ډول تيل دي چې په ترکيب کې يې ګاز وي.

د امو سيند د نفتي حوزې د تيلو استخراج او اکتشاف تړون د جدي په اوومه د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو د ملي شرکت سي اين پي سي آي تر منځ لاسليک شو.

روانه اونۍ د افغان تاجک حوزې د تيلو او ګازو په برخه کې په مضاربې کې د ګډون ضرب الاجل پاي ته ورسيد.

د ايکسون مبايل کمپنۍ وياند الين جيفرس وويل، چې د ايسکون نړيوالې کمپنۍ د تيلو او ګازو تحقيقاتي برخې خپله فورمه وړاندې کړې ده.

په افغانستان کې د ايکسون مبايل کمپنۍ دلچسپي ته يو شمير حيرانه شوې دي، ځکه چې امنيت ته انديښنه شته او په داسې هيواد کې د ديرش څلويښت کلونو په مخه پانګونه اسانه نه ده، بل لور ته بنيادي تاسيسات نه دې ودان شوې، نو بازارونو ته د تيلو او ګازو رسول ګرانه دي.

که چيرته د ايکسون مبايل کمپنۍ درخواست ومنل شي نو د چين د نفتو له ملي شرکت سره، همداراز د هند له او اين جي سي کمپنۍ سره به يې مزايده سخته شي.
XS
SM
MD
LG