د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د کانونو د ایستلو په اړه اندېښنې


د افغانستان په یو شمېر هغو سیمو کې چې کانونه موجود دي، د ګواښونو او نا امنې د رامنځ ته کیدو له امله افغان حکومت او یو شمېر عام افغانان په اندیښنه کې دي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې دغه اندیښنې تر ډیره د لوګر د عینک مس په هکله موجودې دي.

د دې وزارت ویاند جواد عمر د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې که دا ستونزې دوام ومومي نو د افغانستان د نفتو او کانونو د کیندنو کار او اقتصادي پروژې به له ستونزو سره مخامخ کړي:

"پرته له شکه چې دښمن هم خپلې هڅې کوي چې دا پروژې له ستونزو سره مخامخ کړي او دا ستونزې له مخکې هم موجودې وې.

که دا پیښې ادامه پیدا کړي نو د دې پروژو د له منځه تلو لامل به شي."


د کانونو وزیر وحیدالله شهراني تیرې یکشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې په دې برخه کې د امنیت د ټینګولو غوښتنه کړې وه.

د لوګر د مس عنیک په نړۍ کې د ډیرو لویو کانونو له جملې څخه دی، چې د دې پروژې کار حکومت څلور کاله مخکې یوې بهرنۍ موسسې ته ورکړی وو.

بل خوا افغان چارواکي وايي، چې د دې پروژې کار د وسله والو مخالفینو او د یو شمېر سیمې هېوادونو له خوا له ګواښونو سره مخامخ کیږي.

په ورته وخت کې د کانونو وزارت وایي چې د نفتو پروژې کار هم له ګواښونو سره مخ دی.

د کورنیو چارو وزارت هم د دې ګواښونو شتون مني او وایي، چې یو پلاوی یې لوګر ته لیږلی څو په دې هکله څیړنې وکړي.

همدا راز یو شمېر کتونکي هم له افغان حکومت نه غواړي څو د دې پروژو د امنیت د ټینګولو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

افغان حکومت په تیرو لسو کلونو کې د کانونو د پراختیا او خوندیتوب لپاره ډیرې هڅې وکړې، خو د یو شمیر امنیتي ستونزو او سیمې هیوادونو د مداخلې له امله بیا هم د افغانستان د ډیر پروژو کارونه له ستونزو سره مخامخ دي.

د یو شمیر کتونکو په وینا که دا ستونزې همدا ډول دوام پیدا کړي نو ددې ټولو پروژو کار به ودرول شي.
XS
SM
MD
LG