د میدان وردګو ولایت د چک او جغتو ولسوالیو اوسېدونکي افغان امنیتي ځواکونه او وسله وال مخالفین دواړه تورنوي، چې دوي په بېلابېلو نامو ځوروي.
د یادو سیمو اوسېدونکو چې د سې شنبې په ورځ یې له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل، چې له یو خوا یې حکومتي ځواکونه په دې نامه چې طالبانو ته راپور ورکوي ځورولې کیږي او له بل لوري یي طالبان دولت ته د کار کولو په نامه ځوروي.
د دوي په وینا وسلوالو طالبان یې له کورنو په افغان او نړېوالو ځواکونو ډزې کوي چې په مقابلو ډزو کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وي.
( ۱ : له دواړو لورو نه تر دو سپوږمو راغلي دي، په ځانګړې توګه د دولتي ځواکونو له خوا کله چې سیمې ته ولاړشي، په ناحقه توګه خلک ځوروي او نیسي یې، چون هلته اطراف دی، دوي ته ټول وسلوال ښکاریږي او داسې ګومان کوي چې ټول په دوي باندې بریدونه کوي.
دغه کړنې د دې باعث شوې چې کله کله یاد بازارونه تړل کیږي او خلک تنګ کیږي نه یواځې دغه کار چک او جغتو ولسوالیو کې بلکې د میدان ودرګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې همداغه حال ده امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه د امنیتي په ټنګولو نه دي توانېدلي.
۲ دا چې د چک ولسوالیو بازار له ولسوالۍ سره نښتی دی، سږ کال امنیتي وضعه د نورو کالونو په پرتله زیاته خرابه شوې ده، د ولسوالۍ بازار د حکومت تر حاکمیت لاندې دی، کله چې د طالبانو له خوا په ولسوالۍ باندې جنګ وشي، نو حکومتي چارواکي په کلیو او بانډو باندې بریدونه کوي او همدارنګه کله چې څوک د ولسوالۍ بازار ته ولاړ شي نو د پولیسو له خوا ځورول کیږي، ټیلیفون ورنه اخیستل کیږي، بد وضعیت ورسره کیږي او د دوي دلیل دا وي چې ګواکې تاسې له طالبانو سره لاس لرئ او تاسې ورته ټیلیفون کړی و.)
د دوشبنې په ورځ ځيني داسې راپورونه خپاره شول، چې طالبان عام خلک بازارونو ته نه پریږدي او دوي ته یې د شنبې تر ورځې وخت ورکړی، چې په بازارونو کې له خپلو دوکانونو مالونه کلیو ته ولېږدوي او د ولسوالۍ بازارونو وتړي.
د سیمې اوسېدونکو ویل، چې دولت پر موټر سایکلونو، کوچنیو موټرو لکه سراچه او کرولا او د کلیو پر دوکانونو بندیز لګولی دی او همدارنګه طالبانو په زور د ولسوالۍ بازار ته تلونکي کسان بازار ته له تلو منع کوي.
د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، چې دوي هیڅلکه داسې پریکړه نه ده کړې، د دې ولایت د والي ویاند شاهدالله شاهد ازادۍ راډیو ته وویل، یادې اوازې هسې پروپاګندې دي او په دې سره ځینې کسان غواړي چې د دولت او خلکو ترمنځ واټن رامنځ ته کړي:
(افغان امنیتي ځواکونه له خلکو سره په ګډو تفاهم سره کار کوي، د خلکو د خوندي ساتلو دنده په غاړه لري نه د ازارولو دنده، په دې اړه موږ ته کوم راپور نه ده را رسېدلی،کله چې یو وړوکی مشکل هم رامنځ ته شي موږ به له خلکو سره په ګډه حل کړو.
دغه د وسلوالو طالبانو پروپاګندې دي چې خلکو ته وښايي چې حکومت خلک ځوروي دا د دوي یو ډول تبلیغاتي جګړه ده، همدا وسلوال مخالفین دي چې د خلکو له کورنو په ملي اردو ډزې کوي.)
هغه زیاته کړه، له کله نه چې په اندړو ولسوالۍ کې ولسي خلکو د طالبانو پر وړاندې پاڅون کړی، دا چې اندړ ولسوالۍ له میدان وردګو سره ګډه پوله لري نو یو شمېر کورني او بهرني طالبان د جغتو او چک ولسوالیو ته راوښتي چې د خلکو په ځورونه یې لاس پورې کړی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ده ویلي.
رحمت الله افغان ــــ کابل