د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۴۷

افغانستان

د سولې عالي شورا ښځینه غړي: په بهرنیو غونډو کې د ګډون اجازه نه راکول کیږي

د افغانستان د سولی د عالي شورا ښځینه غړي شکایت کوي، چې دوي ته د سولې په اړه په بهرنیو غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.

د سولې د عالي شورا غړي هوا علم نورستانی ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم په دې شورا کې ښځو ښه رول لوبولې، خو بیا هم دوي ته د سولې په اړه په بهرنیو غونډو کې د نه ګډون علت نه دی روښانه شوی.

د سولې د عالي شورا ښځینه غړي همدا راز د دې شورا په ترکیب انتقاد کوي او وایي، چې اجرایوي واک د نارینه وو په لاس دی.

د هوا علم نورستانی په وینا دوي غواړي چې په راتلونکې غونډه کې په اجرایوي برخه کې د ښخو ونډه زیاته کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوتنبایووا: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو اېستو دوی ګڼو ستونزو سره مخ کړي

له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغان کډوال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ستنولو، دغه کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مېرمن اوتنبایووا دغه څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې کړې دي.

د دغه وزارت په حواله، مېرمن اوتنبایووا ویلي، چې نړیواله ټولنه د دغو افغانانو د ستنېدو بهیر په دقت څاري.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د راستنېدونکو افغانانو او د هرات د زلزله ځپلیو د لاسنیوي لپاره د ۱۱ ملیارده افغانیو په ارزښت د اضافي مالي مرستې خبر ورکړ.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي، تر ډېره له پاکستانه بې اسناده افغانان په بد وضعیت کې افغانستان ته ایستل کېږي چې دوی په افغانستان کې نه سرپناه لري او نه هم کاري فرصتونه.

طالب چارواکي: پرون ۴۴۰ کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته ستنې شوي

له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال
له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال

د طالبانو چارواکي وايي، پرون شنبه د سپین بولدک او تورخم له لارې څه باندې ۴۴۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د راستنېدونکو د ثبت او تثبیت کمېټو د مسوولانو په وینا راپور ورکړی چې ۳ کورنۍ بیا د پکتیکا د انګور اډې له لارې خپل هېواد ته ستنې کړای شوي دي.

د اژانس په وینا په تېرو ۲۱ ورځو کې د پکتیا ولایت د خرلاڅي له لارې هم ۳ کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې ګړندۍ شوې ده.

نړیوالو ادارو ویلي تر اوسه تر ۴۰۰زره ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان مېرمنو د وضعیت پر بدلون ټېنګار وکړ

د بخښنې نړیوال سازمان لوګو
د بخښنې نړیوال سازمان لوګو

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو په ملاتړ د ۱۶ ورځني کمپاین په لړ کې د افغان مېرمنو د وضعیت د بدلون لپاره د یوه بل فعال څرګندونې خپرې کړې دي.

د دې ادارې د جنوبي اسیا څانګې پرون د بشري حقونو د فعال، عمر حیدري څرګندونې په خپله اېکس شبکه کې خپرې کړې چې د افغان ښځو په وضعیت کې د بدلون لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

حیدري ویلي، د افغان مېرمنو مصیبت څه نوې کیسه، خو د دې ستونزې د حل لپاره عملي اقدام ته اړتیا ده.

تېره شنبه (د نوامبر ۲۵مه) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه چې په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شوی دی.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له نورو زده کړو راګرځولي او د ۲۰۲۲ کال په پاې کې یې دوی پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منعه کړې.

همدا شان نجونې او ښځې په ډېرو دولتي او ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري.

خوست کې د نجونو یوه ښوونځي ته نوي درسي ټولګي جوړ شول

د جوړې شوې ودانۍ یوه څنډه
د جوړې شوې ودانۍ یوه څنډه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د خوست ولایت په قلموال مېنه کې د نجونو د یوه منځني ښوونځي لپاره د لسو نورو درسي ټولګیو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دغه لس نوي ټولګي د (ACHRO) په نوم د دوی د محلي همکارې موسسې په مرسته جوړ شوي دي.

د نجونو د دغه منځني ښوونځي یوه ښوونکي ویلي، په د دوی په ټولګیو کې د زده کوونکو ګڼه ګوڼه زیاته وه چې اوس دا ستونزه حل شوې ده.

څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

تېر کال یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې او په غیردولتي موسسو دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو کار هم منع کړی دی.

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نژدې ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته تصویب کړه

له ارشیفه د اروپايي ټولنې د یوه دفتر تصویر
له ارشیفه د اروپايي ټولنې د یوه دفتر تصویر

اروپایي کمیسیون له افغانانو سره د نژدې یوسل او درې څلویښت میلیونه یورو مرسته د جمعې په ورځ تصویب کړه.

د دې کمیسیون د نړیوال مشارکت کمېشنرې یوتا اورپیلینین وویل، اروپایي ټولنه به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او دا دریځ د بدلیدو نه دی.

نوموړې زیاته کړه چې د اروپایي تولنې یوسل او دوه اعشاریه اته میلیونه یورو مرسته به د روغتیا، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي، زده کړو او د پاکو اوبو پر چمتو کولو ولګیږي.

د اغلې اروپیلینین په وینا، دا مرسته به تر ډېره هغو کسانو ته ځانګړې شي چې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د اروپایي ټولنې دا مرسته د هغه یو میلیارډ او دوه سوه یورو ژمنې یوه برخه ده چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې دې ټولنې له افغانانو سره کړې وه.

د خیبرپښتونخوا د سترې محکمې پریکړه؛ پاکستاني مېرمنو لرونکو افغانانو ته د اوسیدو اسناد ورکړئ

له ارشیفه د پاکستاني پولیسو یو تصویر چې کور په کور افغان کډوالو پسې ګرځي
له ارشیفه د پاکستاني پولیسو یو تصویر چې کور په کور افغان کډوالو پسې ګرځي

د خیبرپښتونخوا سترې محکمې پریکړه وکړه چې هغو افغان کډوالو ته به د پاکستان د اوسیدو اسناد ورکړي چې له پاکستانیو مېرمنو سره یې ودونه کړې دي.

په پېښور کې سترې محکمې پرون اعلان وکړ چې یوسل او نهو تنو هغو افغانانو ته به چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړې دي د پاکستان د اوسیدو دایمي کارټونه ورکړي.

د راپورونو له مخې، د داسې نارینه او ښځینه افغان کډوالو شمېر په پاکستان کې زیات دی چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي دي.

افغان سفیر: د جاپان د بهرنیو چارو وزیر سره مې د افغانستان په تړاو خبرې وکړې

په جاپان کې د افغانستان سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره
په جاپان کې د افغانستان سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ناګاهوکا سره یې کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د دوامداره ښکېلتیا په اړه خبرې اترې کړي دي.

ښاغلي ابدالي نن سهار په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دوی د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د وروستۍ ارزونې په اړه هم نظریات تبادله کړي دي.

په جاپان کې د افغانستان سفیر چې د جمهوري نظام راهیسې هلته دنده مخ‌ته وړي، د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل لپاره د جاپان د قوي ملاتړ په اړه هم خوښې ښودلې.

پاکستان: د طالبانو حکومت سره مو د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پيل کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د طالبانو له حکومت سره یې د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پیل کړي دي

د دې وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون په اسلام‌‌اباد کې رسنیو سره خبرو کې له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته وویل، دا خبرې د دوی استخبارات مخ‌ته وړي او نه غواړي اوس‌مهال په دې اړه ډېر جزییات ورکړي.

خو هغې زیاته کړه، پاکستان د هغو ترهګرو ډلو په اړه چې د نوموړې له قوله، په افغانستان کې پټنځایونه لري، د هغوی د شتون او فعالیت په اړه ا ندېښمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا هم وویل چې د دې ډلو پر ضد باید اغېزمن او معنی لرونکي اقدام وشي او دوی باید د دې ډلو پر وړاندې د طالبانو حکومت د اقداماتو ثابتې پایلې وګوري.

دا په داسې حال کې ده پرون یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د پاکستان سرپرست حکومت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې هر به ډول برید ته چې له ګاونډي هېواد سره تړلی وي، سخت ځواب ورکړي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د حکومت لومړني سفیر د چین بهرنیو چارو وزارت ته خپل باور لیک وړاندې کړ

به چین کې د طالبانو سفیر، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازي ته د باور لیک وړاندې کولو پر مهال
به چین کې د طالبانو سفیر، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازي ته د باور لیک وړاندې کولو پر مهال

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره په بهر کې خپل سفیر په دنده وګوماره.

بلال کریمي چې مخکې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند و، پرون په پېکینګ کې د طالبانو د حکومت د سفیر په توګه رسما خپله دنده پیل کړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو زیاو یونګ Yue Xiaoyong ښاغلي کریمي ته په پېکینګ کې هرکلی ووایه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو سفیر خپل اعتبار لیک د چین د بهرنیوچارو وزارت د پروتوکولونو د څانګې لوی منشي ته وسپاره.

د نړۍ هېڅ هېواد تردې دمه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د چین په ګډون یوشمېر هېوادونه کابل کې سفارتونه لري.

ډېرو نورو هېوادونو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې خپل سفارتونه او ډیپلوماتیکې استازولۍ بندې کړې او کارکوونکي یې له افغانستانه ووتل.

د طالبانو امنیتي چارواکي: د حسنا سادات د مرګ په اړه څېړنې پيل شوي

د حسنا سادات یو تصویر
د حسنا سادات یو تصویر

په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو د یوې پخوانۍ خبریالې حسنا سادات وژنه تایید کړې ده، خو وايي چې د جزییاتو په اړه یې څېړنې روانې دي.

پرون پر ټولنیزو شبکو د حسنا سادات د مړینې خبر لاس په لاس کېده او ځینو کاروونکو ویل چې نوموړې ځان د یوې ودانۍ له پاس پوړ څخه لاندې راغورځولی دی.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالدځدراڼ بېګا ناوخته پر خپله اېکس پاڼه( پخواني ټویټر) دا تایید کړې چې مېرمن سادات له لوړې ودانۍ څخه راپرېوتې ده، خو د ټولنیزو شبکو ګنګوسې یې ناسمې بللي او لیکلي یې دي چې د عدلي طب د څېړنو له مخې نوموړې او مېړه یې دواړه د نشې په حالت کې وو.

د ځدراڼ په وینا، د پېښې په تړاو یو مشکوک کس هم نیول شوی دی چې پلټنې ترې روانې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG