د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۱

ناټو بیا د افغان ځواکونو په غښتلتیا ډاډ څرکند کړ


اندرس فاګ راسموسن
اندرس فاګ راسموسن
د ناټوعمومي منشي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغان ځواکونه غښتلي شوي دي او هیله یي څرګنده کړه چې د دغه پوځي تړون ستراتیژي به په افغانستان کې بریالۍ شي.

اندرس فاګ راسموسن، د سوریي د اوضاع، د افغانستان د حالاتو او د پاکستان د همکاری په اړه پرون په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته معلومات ورکړل او ويي ویل، چې افغان طالبانو اوس دیته لاس اچولی چې خلک په خپلو ملي ځواکونو بې باورې کړي:

،،طالبان په افغان امنیتي ځواکونو د خلکو د بې باوره کولو لپاره ظاهرا یوه ستراتیژي پرمخ بیایي.

خو ماته اجازه راکړﺉ چې یو ځل بیا ټینګار وکړم، چې دوي زمونږه ستراتیژي نه شي بې لاری کولای.

زموږ ستراتیژي دا ده، چې ټول امنیتي مسولیتونه په تدریجي توګه افغان ځواکونو ته سپارو.،،


د ناټوعمومي منشي د پاکستان له اردو سره د ناټو د همکاریو په اړه هم خبرې وکړې او هیله یي څرګنده چې دغه همکاري چې په دې وروستیو کې کمه شوې بیا زیاتې شي:

،،موږ په تیرو څو میاشتو کې د پاکستان د اردو په همکاری کې کموالی وینو چې زه یي سخت افسوس ځکه کوم چې دغه همکاري د دواړو اړخونو په ګټه ده.

زه هیله لرم چې دغه همکاری ډیر ژر بیا له سره پيل شي.،،


د ناټوعمومي منشي دا خبره په داسې حال کې کوي، چې امریکایي چارواکي کوښښ کوي، چې د پاکستان له لوري په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لاره بیا پرانیزي او هیله ده په دی اړه ژر یو توافق ته سره ورسیږي.

یوه پاکستاني چارواکي د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي، چې د ناټو د اکمالاتو د لارې د پرانیستلو توافق به ډیر ژر اعلان شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو وویل، چې د دغه وزارت مرستیال توماس نایدز له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته پرون دوشنبې له اسلام اباد را روان شو.
XS
SM
MD
LG