د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۲۱

فوټبال: هسپانيې د ایټالیا په ماتولو سره د اروپا اتلوالي خپله کړه


د هسپانیې د فوټبال ټیم پرون د ایټالیا د فوټبال ټیم ته په څلورو ګولونو ماتې ورکړه او د اروپا د ۲۰۱۲ کال د فوټبال جام ګټونکی شو.

هسپانیه د نړۍ د فوټبال د قهرمانۍ لقب هم لري.

دا لومړی اروپايي ټیم دی، چې په پرله پسې ډول یې درې وارې قهرماني وګټله.

د هسپانیې اول ګول په ۴۱ دقیقه کې د دې ټيم (David Silva) او (Jordi Alba) وواهه.


دا سیالي پرون د یوکراین په مرکز کییف کې ترسره شوه.

د اروپا د فوټبال فدراسیون د یوکراین او پولند ستاینه کړې ده، چې د اروپا د فوټبال جام د سیالیو ښه کوربتوب یې وکړ.
XS
SM
MD
LG