د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ویستلو په اړه دې یوه اړخیزه پریکړه نه کوي او په ډله یېزه توګه د دغو کډوالو ویستل به ستونزې جوړې کړي.
د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرات ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر اوسه له پاکستان سره دې موافقې ته نه دي رسیدلي چې له دغه هېواد نه دې افغان کډوال وایستل شي:
"موږ هیڅکله له پاکستان سره دې موافقې ته نه یو رسیدلي، چې په کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د زور ایستلو موضوع راغلې وي.
که چیرې ولیدل شي، چې پاکستان دا ډول کار وکړي او په کتلوي یا ډله ایزه توګه افغان کډوال له پاکستان نه وباسي نو افغان دولت په هیڅ ډول اوس مهال د دې کډوالو د منلو ظرفیت نه لري."
د جرات په وینا دوي غواړي چې دا ستونزه د خبرو اترو او له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لری، د پاکستان د حکومت یو میاشتینی ضرب الاجل پای ته رسیدلی.
له دې ایالت څخه د افغان کډوالو د ویستلو نیټه د افغانستان د حکومت په غوښتنه غځیدلې وه.
خو بل خوا څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر بیا ژمنه کړې وه، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو چارې به د افغانستان د روانو حالاتو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
بل خوا یو شمېر کتونکي په دې اند دي چې باید افغانانو ته په هېواد کې دننه د کار زمینه مساعده شي څو افغانان کډوالی ته مجبور نشي.
د حقوقي او سیاسي چارو کارپوه عبدالستار سعادت وایي، چې افغان حکومت باید په هېواد کې ټول هغه عوامل له منځه یوسي چې د کډوالی لامل کیږي:
"یو میلمه که څوګ کور کې وساتي نو په نیمه شپه یا د شپې په درې بجو یې له کوره نه باسي، نو موږ دا خبرې کړي او غوښتنه مو دا ده چې دا نظامونه او هغه نظامونه د ښه ګاونډیتوب د اصل په پام کې نیولو سره د بشري حقونو په پام کې نیولو سره دې مسلې ته د حل لاره پیدا کړي."
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې باید پاکستان د نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره د بشر، د ماشوم، د کورنی، ا و کډوالی د حقوقو په پام کې نیولو سره په زوره افغان کډوال له خپل هیواد نه ونه باسي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا یو ان اچ سي آر په وینا دا مهال شاوخوا اوه اعشاریه یو میلونه افغان کډوال په پاکستان کې په قانوني توګه میشت دي او یو شمیر نور کډوال بیا هلته د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نه لری.