د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

په غزني کې د مسافرو پر موټر چاودنه وشوه


چاودنه نن سهار د کابل کندهار پر لويه لاره د غزني د مرکز اړوند په سپنده سيمه کې د مسافرو په يو درې سوه درې ډوله موټر شوې ده چې پکې تر اوسه پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون پېنځه تنه مړه او دولس نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، له مساپرو يو ډک موټر له کابل څخه کندهار ته روان وو چې د سپندې په شهباز خان سيمه کې د سړک له غاړې سره يو ځای پر ځای شوي ماين پرې چاودېدلی دی.

د غزني د والي ويآند فضل محمد سباوون وايي چې په پېښه کې مړه شوي او ټپيان شوي کسان د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي چې لا اوس هم د غزني په ملکي روغتون کې پراته دي.

دی وايي تر اوسه لا نه ده مالومه چې ماين به چا ځای پر ځای پر کړی وو:

"چاودنه په (سې سدو سې) موټر شوې ده. پېنځه نفره پکې مړه او دولس نور ټپيآن شوي دي. مړي او ټپيآن اوس هم د غزني په روغتون کې پراته دي."

د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت بيا وايي چې په وژلو شويو پېنځو کسانو کې درې يې د يوې کورنۍ غړي دي.

دي وايي، په مړو کې دوې ښځې او يو د کندهار پوهنتون استاد هم شامل دی:

"مړه شوي پېنځه کسه دي په دغوکې درې د يوې کورنۍ غړي دي. لور، مور او خاوند. او دوه تنه بيآ د کندهار اوسېدونکي دي چې يو پکې د کندهار پوهنتون استاد دی. ټول ټپيان دولس تنه وو، چې اته پکې بستر شوي او پاتې نور يې ډېر نه وو زخمي شوي."

همت د کندهار پوهنتون د وژل شوي استاد نوم عبدالحميد ښيي.

تر اوسه پورې د پېښې مسوليت کومې ډلې نه دی منلی. خو په سيمه کې وسله وال طالبان وخت نا وخته د بهرنيو او کورنيو سرتېرو د وژلو په موخه د سړک پر غاړو ماينونه ځای پر ځای کوي.

څه موده وړاندې هم په غزني کې له مسافرو ډک يو درې سوه درې موټر د سړک د غاړې پر ماين ختلی وو چې پکې ګڼ شمېر عام وګړي مړه او ټپيان شوي وو.
XS
SM
MD
LG