د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

"افغانستان د سوداګرۍ د نړېوال سازمان د غړیتوب په هڅه کې دی"


د سوداګرۍ د نړېوال سازمان پوښتنو ته ځواب ورکول، د مالیاتو د ورکړې ښه والی او په هېواد کی نړېوالې پانګونې ته د زمیني برابرول هغه کارونه دي، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت یی باید د سوداګرۍ په سازمان کی د غړیتوب لپاره ترسره کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وحید الله غازی خیل د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دوي هیله لري، چې افغانستان تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د سوداګرۍ د نړېوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړي:

(هیله لرم، چې افغانستان تر دوه زره څوارلسم میلادی کال پورې د سوداګرۍ د نړېوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.

موږ د دی سازمان ځینو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او په نورو یي کار روان دی، افغانستان به ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړي، له موږ څخه مختلفې پوښتنې شوي دي.

موږ هم سیالۍ کوو او هم صادرات په دې هېواد کی پانګونې ته ډیره زمینه مساعده ده.)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې د سوداګرۍ په نړېوال سازمان کی د غړیتوب لپاره د خبرو دوهم پړاو تیره اونۍ په ژنف ښار کی جوړ شوی وو.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان افغانستان ته یو سله شپیته پوښتنې ورکړی، چې باید ځواب یي کړي.

له بلې خوا د ښو سوداګریزو قوانینو شتون، د داخلی تولیداتو سیالی له ګاونډیو او د سیمی له هیوادونو سره او د ګمرکی تعرفی را ټیټول نور هغه شرطونه دی، چې پدی سازمان کی د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره مطرح شوی.

د ژوند ښه والي، د سوداګرۍ او تولیداتو پراختیا او له موجوده منابعو څخه استفاده هغه هدفونه دی، چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان یی لری.

خو پوښتنه دلته ده، چې ایا افغانستان د نړیوال سازمان غوښتنې او شرطونه پوره کولای شی او که نه ؟

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځې استاد سیف الدین سیحون وایي:

(افغانستان د خامو موادو په برابرولو او معدني موادونو په برخه کی ارزښتونه لري، په دې ارزښتونو سره افغانستان کولای شی، چې د سوداګرۍ د نړېوال سازمان د غوښتنو مرحلی ته داخل شي، خو د سوداګرۍ نړېوال سازمان نورې ځانګړې لري، مثلا د ګمرکي تعرفو راټیټول او ازادی سوداګرۍ منل، چې له بده مرغه په افغانستان کی دا ډول امکانات نه دي موجود.)

افغانستان له دوه زره لسم او یولسم میلادي کلونو راهیسي په دې سازمان کې د غړیتوب لپاره د دې سازمان له کاری ډلې سره هڅې او مشورې پیل کړي دي.

د اقتصادی چارو یوشمیر کارپوهان وایی، چې په اوسنیو شرایطو کې پداسی حال کی چی بیکاری زیاته ده، د سیمی او ګاونډیو هیوادونوسره د ا فغانستاند تولیداتو برابروالی به دا هیواد له ستونزو سره مخامخ کړی.

که څه هم ویل کیږي چې دسوداګرۍ په نړیوال سازمان کی د افغانستان غړیتوب به نړیواله پانګونه به اسانه کړي خو د اقتصادی چارو یوشمیر کارپوهان وایی ترڅو چی افغانستان خپله تولیدونکی هیواد ونه ګرځی پدی سازمان کی غړیتوب یی بی ګټی دی.


د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کی غړیتوب تر لاسه کول اسانه کار ندی، هند او روسیه له څو کلونو راهیسی هڅه کوي، چې پدی سازمان کی غړیتوب تر لاسه کړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG