د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۴

د برښنا د لګښت په پرتله پیسې ډیرې اخستل کیږي


د کابل ښار ډیر شمیر اوسیدونکي وایی چې په کمپیوټري بلونو کې د دوی د برښنا لګښت ډیر لیکل کیږي او په دې برخه کې د دوی شکایتونو ته هیچا مثبت ځواب نه دی ویلی.

دوی وایی له بلونو نه پخوانۍ کتابچې ښې وې ځکه د بلونو په سیسټم کې ډیر کله د برښنا د لګښت په پرتله پیسې څو برابره ډیرې لیکل شوي او که تحویلې نشي د برښنا جریان پرې قطع کیږي:

د کابل ښار څو تنو اوسیدونکو په دې اړه آزادي راډیو ته خپل شکایتونه داسې بیان کړل:

"هو موږ د برښنا په برخه کې ستونزه لرو یوه دا چې د برښنا د لګښت په پرتله پیسې دیرې راځي،زمونږ نور ګاونډیان هم همدا شکایت لري کله چې د برښنا شرکت ته ورځو نو وایی چې تا سو همدومره برښنا لګولې ده،زمونږ یوولس زره او د ګاونډيو اولس زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

۲- له کله چې بلونه کمپیوټري شوي پیسې هم ډیرې شوي،پخوا ښه وو، اوس چې یې هر څومره زړه شي په هماغه اندازه درته پیسې لیکي پوښتنه څوک نکوي".


په عین حال کې د کابل ښار یو شمیر نور اوسیدونکي وایی چې د برښنا د لګښت د اندازې د معلومولو له دیجیټل میټرونو او کمپیوټري بلونو سره داسې هم شوي چې یوې کورنۍ یوازې د زرو یا دوو زرو افغانیو په اندازه برښنا لګولې وي خو په بلونوکې یې لګښت څو برابره زیات لیکل شوی وي.

دوی وایی کله چې د بلونو د اصلاح لپاره برښنا شرکت ته ورځي نو یوشمیر اړونده مسوولان د ر شوت په بدل کې د دوی بلونه اصلاح کوي:

"زما نوم عبدالهادي او په کارته نو سیمه کې اوسیږم،زمونږ د برښنا بل پنځه دیرش زره افغانۍ راغی کله مو چې پوښتنه وکړه چې بیل ولی دومره زیات دی ویل یې چې میټر به مو تیروتنه کړې وي.

ویل یې په برښنا شرکت کې یې اصلاح کړی کله چې هلته ورغلم نو مې څلور زره افغانۍ رشوت ورکړ او د برښنا بیل یې راته له پنځه دیرش زرو څخه نهو زرو افغانیو ته را ټیټ کړویل یې میټر مو په تیروتنه لیکل شوې".

په کابل ښارکې په ۲۰۱۰ میلادی کال کې د برښنا میټرونه ډیجیټل شول او د برښنا د لګښت کتابجې هم په کمپیوټري بلونو بدلې شوې،خو له هماغه وخت راهیسې خلک شکایت کوي چې په هره میاشت کې له دوی څخه د برښنا د لګښت له اندازې څخه څو چنده زیاتې پیسې اخستل کیږي.

د برښنا شرکت مسوولان د کابل ښار د اوسیدونکو د دې شکایتونوپه ځواب کې د خپلو کارکوونکو د کاري ظرفیت ټیټوالی لویه ستونزه بولي،د دې شرکت د سوداګریزو چارو رییس میرویس عالمي آزادي راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي ترڅو ټولې هغه نیمګړتیاوې لري شي خلک ورته ګوته نیسي:

"زمونږ ځینې کارونه لا هم کمپیوټري نه دي،میټرونه او ډیرې شمیرې قلمي لیکل کیږي او په دې کې د تیروتنو ډیر امکانات شته.

مونږ هڅه کوو کومې نیمګړتیاوې چې په خدماتوکې شته هغه لري او په لوړ معیار خدمتونه ترسره کړو.

مونږ هلې ځلې کوو چې د خپلو کارکوونکو ظرفیتونه لوړ کړو ډیرې ستونزې چې هم رامنځ ته کیږي د ظرفیتونو له ټیټوالي څخهه دي.

خو باید ووایم چې په خدماتوکې مو ډیره کمه فیصدي تیروتنه شته او حل به شي".


برښنا موسسه چې یوه دولتي تصدي وه په ۲۰۰۹ میلادي کال په دې هدف په برښنا شرکت بدله شوه چې ډیرې بهرنۍ مرستې جلبې او خلکو ته ښه خدمتونه ترسره کړي.

د چارو څیړونکی محمد اسحاق اتمر وایی له دې درکه ښایی د حکومت په عوایدو کې زیاتوالی راغلی وي خو زیان یې ډیرخلکو ته رسییږی او د رشوت اخستلو او فساد لپاره ښه زمینه برابره شویده:

"زما په باور له کله چې برښنا موسسه خصوصي سکتور ته ورکړل شوې نو خلک له دې ستونزو سره مخامخ شویدي.

دغه راز له رشوت یا غیرقاني او اضافي پیسو اخستلو نه هم په دې وروستیو کې د خلکو شکایتونه ډیر دي او پر خلکو فشار راوړل کیږي چې باید دا غیرقانوني پیسې تحویلي کړي".


برښنا شرکت وایی چې د ګډونوالو د میټرونو درجه د مسوولو کسانو لخوا تثبیت او د برښنا د لګښت اندازه یې د کمپیوټر په واسطه له هرډول درغلۍ پرته سنجول کیږي.

خو خلک وایی که څه هم د برښنا د محصول پیسې په بانک کې تحویلوي خو د راتلونکې میاشت په بل کې بیا هم پوروړي بلل کیږي او دا د دوی په خبره یو بل سرخوږی دی چې دوی ته پیدا شویدی.

خو د برښنا شرکت چارواکي وایی چې په ځینو مواردو کې دا ستونزه دوی ته د بانکونو لخوا د تیرې میاشتې د مالي راپور په وړاندې کولو کې د ځنډ له امله رامنځ ته کیږي او باید هر کس چې پیسې تحویلوي د تیرې میاشتې بل هم له ځانه سره ولري.
XS
SM
MD
LG