د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

"افغان ځواکونه له خپلې خاورې نه دفاع ته چمتو دي"


د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي
د دفاع وزارت د پاکستان له خاورې د کونړ ولایت پر ځینو سرحدي ولسوالیو راکټي بریدونه سخت وغندل او څرګنده یې کړه چې افغان امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره تیار دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې له ډپلوماتیکو لارو د پاکستان د توغندویی بریدونو مخه ونیسي.

د جنرال عظیمي په خبره که چیرې اړتیا ولیدل شي افغان امنیتي ځواکونه او افغانان چمتو دي چې پر خپلې خاورې د هر ډول برید او زور زیاتي مخنیوي وکړي:

"تیره ورځ په دې اړه د جمهوري ریاست دریځ څرګند وو او تاسو له ازادۍ راډیو سره په دې هکله مرکه هرو مرو اوریدلې ده، د دې مسالې په اړه له ډپلوماتیکو لارو هلې ځلې کیږي او دا معلومه خبره ده.

د افغانستان د دفاع وزارت او افغان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې په دې برخه کې لارښوونې او اوامر د افغانستان له خلکو څخه د دفاع او ملاتړ په هدف په خپل ټول امکانات عملي کړي".


د راپورونو له مخې د پاکستان له خاورې له څه مودې راهیسې د کونړ ولایت پر یو شمېر سرحدي سیمو راکټي بریدونه روان دي، چې کابو لسو تنو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې او سلګونه کورنۍ یې د خپلو سیمو پریښودو ته اړې کړی دي.

څو میاشتې وړاندې هم د پاکستان له خاورې په ورته توګه د راکټي بریدونو له امله د کونړ ولایت په ختیځو سرحدي سیموکې د لسګونو ملکي وګړو د وژل کیدو او ټپي کیدو راپورونه خپاره شوي وو.

ان د کونړ ولایت سلګونو تنو اوسیدونکو د سې شنبې په ورځ د یوې مظاهرې په ترڅ کې پر مرکزي حکومت انتقاد وکړ، چې په دې هکله پوښتنه نه کوي، دوي ګواښ وکړ که چیرې دا راکټي بریدونه ژر تر ژره ونه درول شي نو تیار دي چې له خپلو سیمو څخه دفاع وکړي.

په عین حال کې د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د پاکستاني چارواکو هغه ادعا هم په ټینګه رد کړه، چې ګوندې د دیر په سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو د افغانستان له خاورې وسله والو مخالفانو حملې کړي:

"د دې ادعا لپاره هیڅ منطقي دلیل نشته، پاکستاني طالبان نارې وهي چې دا عملیات مونږ ترسره کړي او ستاسو اسیران هم له موږ سره دي خو بیا هم محترم ویاند صاحب وایي، چې نه دا له افغانستان څخه راغلي دي.

موږ په افغانستان کې نه داسې فکر لرو، نه داسې سیاست او نه هم داسې پالیسي لرو.

په داسې شرایطو کې هم نه یو له همدې امله دا ادعاوې دروغ بولو".


تردې وړاندې پاکستاني چارواکو څرګنده کړې وه چې په دیر سیمه کې د دوی پرځواکونو وسله والو طالبانو د افغانستان له خاورې بریدونه کړي چې پکې دیارلس تنه وژل شوي او یوشمیر نور یې نیولي دي.

افغان حکومت تل ویلي چې پر دې هیواد د ډیرو حملو پلانونه د پاکستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو په خوندي مرکزونو کې جوړیږي،د امریکا متحده ایالات او نړیوالې ټولنې هم په دې وروستیو کې له دې امله پر پاکستان فشارونه زیات کړیدي.

خوپاکستان په تکرار سره دا تورونه رد کړي او وایی چې په خپله هم د تروریزم او افراطیت قربانی دی.
XS
SM
MD
LG