د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

زاخېلوال: ډونر د توکیو له کنفرانسه مخکې مرستې ته چمتو شوي


د توکیو کنفرانس ته د تیاریو په لړ کې د افغان حکومت له خوا بیلا بیل چمتو شوي پراختیایي پلانونه او سندونه له مخکې نه د یوشمېر مهمو مرسته کوونکو هېوادونو له خوا تایید شوي دي.

د مالیې وزیر ډاکټرحضرت عمرزاخیلوال د سې شنبې په ورځ د څارنې او انسجام د ګډ بورډ له غوڼدې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې یوشمېر مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو یوولس پروګرامونه له وړاندې تایید کړي او پنځه نور یې تازه تصویب کړل.

ډاکټرزاخیلوال څرګنده کړه چې د څارنې او انسجام د ګډ بورډ له خوا د افغان حکومت د پراختیایي پروژو تاییدول په دې معنی دي؛ چې ګوندې د توکیو په کنفرانس کې به هم ورڅخه په بشپړ دول ملاتړ وشي:

"په حقیقت کې د مرسته کوونکو تیاری دا ښیي چې دوی مرسته کوي، د توکیو د مهم سند تصویب په دې معنی دی، چې د پراختیا لپاره کومې مرستې چې موږ تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې غوښتي دي، دوی یې تاییدوي.

دوی ژمنه کوي، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې جاري ساتي".


د مالیې وزیر وویل، ټول هغه اسناد او پلانونه چې د توکیو په کنفرانس کې د مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو ملاتړ ته اړتیا لري، باید د دې ګډ بورډ له خوا ومنل شي، چې د ده په خبره په دې برخه کې د دوی ټول وړاندیز شوي سندونه تایید شوي دي.

د افغانستان په اړه د توکیو نړیوال کنفرانس چې د لسګونو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو مهم استازي به په کې برخه اخلی کابو دوه اونۍ وروسته جوړیږي.

په دې کنفرانس کې به افغانستان د تحول د دورې یا له ۲۰۱۵ څخه تر۲۰۲۵ میلادي کلونو پورې په پراختیایي برخو کې له نړیوالو څخه هرکال کابو پنځه ملیارده ډالر مرسته وغواړي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش وویل؛ چې دا سازمان به نړیوال وهڅوي، چې د افغانستان د خود کفایۍ لپاره مهمې مرستې وکړي:

"دا لید لوری یوه اوږدمهاله ستراتیژي رامنځ ته کوي، چې له هغې سره سم باید نړیواله ټولنه د راتلونکې لسیزې لپاره خپلې پراختيايي مرستې برابرې کړي، نو د متحده ایالاتو په ګډون، همداراز موږ باید تایید کړو؛ چې دوی موافق دي او موافق کیږي به، چې خپلې مرستې به د افغانستان د حکومت له لومړیتوبونو سره سمې برابروي."

افغانستان د توکیو د کنفرانس لپاره د خپلو لومړیتوبونو له مخې پلانونه جوړ کړي؛ چې مهم یې سیمه ایزه حکومتداري، د کارموندنې او مهارتونو رامنځ ته کول، روغتیا د ټولو لپاره، د زیربناوو بیارغول، له ښه مدیریت څخه ملاتړ او د سیمه ییزو ارګانونو پیاوړي کول دي.

افغان چارواکي وایي، چې د دوی هڅه به دا وي ترڅو د توکیو له کنفرانس څخه یوکال وروسته د نړیوالو د مرستو په سلو کې پنځوس د افغان حکومت له لوري ولګول شي او د وخت په تیریدو سره دا اندازه نور هم زیاتوالی ومومي.
XS
SM
MD
LG