د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۹

افغانستان د نړۍ شپږم ناکام دولت


نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره په افغانستان کې د منرالي ذخیرو پر وړاندې د ستونزو او د نړۍ د ناکامو دولتونو په لست کې د افغانستان د مقام په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د افغانستان د منرالي ذخیرو څخه د ناوړه استفادې د اندیښنو په اړه تبصره کړې ده او په دې اړه یې د ولسمشر کرزي خبرې راخیستي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، ښاغلي کرزي په دې ارتباط، چې ده ته نږدې کړۍ د ولس د منرالي پانګې د لوټ او تالان هڅه کوي، د یک شنبې په ورځ خبرې وکړې.

ده وویل، چې د انګلستان او بریتانې حکومتونو د امو دریاب په سیمه کې د تیلو د ذخیرې د قرار داد ملاتړ کړی دی.

نیویارک ټایمز همدا راز د کابل د حکومت او د ″عبدالرشید دوستم″ تر منځ د امو دریاب په سیمه کې د تیلو د ذخیرو پر سر د جنجالونو په اړه ځيني رپوټونو ته اشاره کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر د دې میاشتې په پيل کې دلویې څارنوالۍ څخه غوښتنه وکړه، چې د جنرال ″عبدالرشید دوستم″ په ارتباط موجودې ادعاوې وڅيړي.

داسې ویل کیږي، چې ښاغلي دوستم د امو د دریاب په ساحه کې پر هغو چینايي انجینرانو فشارونه راوستي دي؛ چې د امو سیند په سیمه کې یې د تیلو د استخراج د پروژو مقدماتي کار پيل کړی و.

پر جنرال دوستم په غیر قانوني ډول د باج اخیستلو تور هم لګیدلی دی؛ خو ورځپاڼه وايي، چې جنرال عبدالرشید دوستم او د هغه حزب (جبهه ملي) دا ادعاوې رد کړی دي.

د نیویارک ټایمز په وینا، جنرال عبدالرشید دوستم په شمال کې د ولسمشر حامد کرزي له عمده رقیبانو ګڼل کیږي.

دوی پر ولسمشر کرزي تور لګولی، چې د وطن ګروپ د ګټو د خوندي کولو هڅه کوي.

وطن ګروپ هغه افغاني کمپنۍ ده، چې ویل کیږي، د جمهور رییس کرزي په کورنۍ پورې اړه لري. وطن ګروپ په وروستیو کې د چین د تیلو له ملي کمپنۍ سره په ګډه د امو سیند په غاړه د تیلو د استخراج قرارداد ګټلی و.

د نیویارک ټایمز په حواله، د جنرال عبدالرشید دوستم په ضد د ملي امنیت د شورا دې تورونو د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکې غړی ″دانا روهرابکر″ عکس العمل پارولی دی.

روهرابکر پر ولسمشر کرزي شدید انتقاد کړی دی او ویلي یې دي، چې دا د فساد هغه نړۍ حلقه ده، چې ولسمشر تر ځان را تاو کړې ده.

فارن پالیسي مجلې په وروستیو کې د ناکامو دولتونو یو لست خپور کړی دی؛ چې افغانستان په شپږم ځای کې دی.

فارن پالیسي خپرونه لیکي، په دې کې د تعجب ځای نه شته چې افغانستان په تیرو شپږو کلونو کې د ناکامو دولتونو دلست له پینځمې تر یولسمې کړۍ پورې ځای نیولی دی.

دې مسالې ته په پاملرنې، په افغانستان کې د ناکامو بنیادونو د جوړولو مساله د پرمختګ په حال کې پاتې کیږي.

خپرونه زیاتوي، چې په دې لست کې خبرداری ورکړ شوی دی؛ چې که چیرې نړیواله ټولنه په افغانستان کې پاتې نه شي نو د دې هیواد راتلونکې له شکست او ناکامي ده.

فارن پالیسي لیکي، نړیوالې ټولنې د شیکاګو په کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه او هدف یې دا و، چې افغانستان دوامدار پرمختګ ته لاره پيدا کړي.

د فارن پالیسي خپرونې په لیکنه، د امریکا او افغانستان ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژیکو اړیکو د تړون د لاسلیک یو هدف دا و؛ چې افغانان بیا د نویمې لسیزې ترخې تجربې تکرار نه کړي.
XS
SM
MD
LG