د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۰۲

پاکستان له بیلا بیلو خواو له ستونزو سره مخامخ دی


نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره د پاکستان په روان حالت او نوي صدراعظم راجه پرویز اشرف پر ټاکنې مطالب خپاره کړي دي.

د بریتانیې چاپ انډپينډنت ورځپاڼه لیکي، سیاسي بحران او بې ثباتي د پاکستانیانو لپاره نوې خبره نه ده، خو د تیرې اونۍ پيښې د خلکو لپاره غیر مترقبه وې.

د پاکستان سترې محکمې د دې هیواد برحاله صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني بې صلاحیته کړ.

د صدارت لپاره نومول شوی کاندید هم د محکمې له خوا تورن او د نیول کیدو حکم یې صادر شو.

د انډپنډنت په لیکنه، یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې نوی صدراعظم هم بلاخره د یوې معینې دورې لپاره ټاکل شوی دی.

د سید یوسف رضا ګیلاني بې صلاحیته کېدل او د هغه پر ځای د برېښنا د پخوانۍ وزیر ″راجا پرویز اشرف″ راتلل به پاکستان لا زیاتې بې باورۍ ډنډ ته ور ټیل وهي.

انډپنډنت لیکي، پاکستان هسې هم له بیلا بیلو خواو له ستونزو سره مخامخ دی.

د دې هیواد اقتصادي حالت نازګ دی، له امریکاسره یې اړیکې خرابې دي او د بریښنا د کموالي له امله په دې هیواد کې هره ورځ د خلکو اعتراضي لاریونونه کیږي.

د پاکستان نوي ټاکل شوي صدراعظم د جمعې په ورځ د دې هیواد پارلمان ته په لومړۍ وینا کې وویل: ″موږ له خپلو ګاونډيانو افغانستان، ایران او هند سره دوستانه روابط غواړو.

موږ په سیمه کې د سوله ییزې همزیستۍ د فلسفې پر بنا د اړیکو د ټینګولو پلوي کوو. ″

خو د انډپنډنټ ورځپاڼې په باور، ښايي د نوي صدراعظم کاري دوره ډيره سوله ییزه نه وي؛ ځکه د افتخار چوهدري په مشرۍ قضايي قوه به د پخواني صدراعظم په څير له نوي سره هم بحثونو ته دوام ورکړي.

واشنګټن ایکزامینر خپرونې هم په ورته مسله مقاله خپره کړې ده.

د خپرونې په وینا، د پاکستان د صدارت لپاره د جمهور رییس له خوا د نومول شوی، ″مخدوم شهاب الدین″ د نیول کیدو د حکم صادریدل، په مسله کې د پوځ دخالت هم څرګندوي.

ځکه د خپرونې په لیکنه، د پاکستان پوځ په دې هیواد کې له مخدروموادو سره د مبارزې د ادارې مشري کوي. دا هغه ادراه ده، چې له ښاغلي شهاب الدین څخه د تحقیقاتو مسوولیت لري.

خو د پاکستان ځواکمن پوځ په هغو پيښو کې خپل لاس درلودل ردوي، چې د صدراعظم ګیلاني د له واکه لرې کیدو سبب شوی.

پوځ ویلي دي، چې په دې برخه کې موجود اتهامات، چې یو شمېر یې د امریکا له خوا وو، پر دروغو بنا دی او د پاکستان ولس ته یې تر ګټې تاوان زیات دی.

د پاکستان د پوځ یوه لوړ رتبه چارواکي، چې خپل نوم یې نه دی اخیستی، د واشنګټن ایکزامینر خپرونې ته ویلي دي، چې د دوی پر پوځ له کلونو راهیسې تور لګیدلی، چې د وسله والو ګروپونو، یو شمېر حکومتي ادارو او سیاسي ګوندنو د ځان په ګټه کار اخلي خو دا تورونه دروغ دي.

دې پوځي چارواکي زیاته کړې، چې د صدراعظم ګیلاني د لرې کولو لپاره پر پوځ له سترې محکمې سره دلاس یوکولو تور لګیدلی او دا هم حقیقت نه لري.

د امریکا په بروکنګ انسیټوت کې کار پوه بروس ریدل د واشنګټن ایکزامینر خپرونې ته ویلي، د پاکستان پوځ او محکمه د جمهور رییس اصف علي زرداري له واکه لري کول غواړي. دوی دې هدف ته د رسیدلو لپاره یو په بل پسې تاکتیکونه کاروي.

د امریکا په هیرتيج فونډيشن کې کارپوه جیم فلیپ ویلي، د پاکستان پوځ سیاسي قدرت لري او د پردې شاته د جمهور رییس اصف علي زرداري د واک د کمولو لپاره کار کوي.
XS
SM
MD
LG