د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري وايي دا مهال په نړۍ کې تر ٤٣ و نيم مليونه زيات کډوال يا بېځايه شوي شته.
د دې ادارې د راپور له مخې د مخکنيو کلونو په پرتله په ٢٠١١م کال کې د جګړو له کبله د بېځايه شويو کسانو شمېر زيات و، دغه کال په افغانستان، ليبيا او سوماليا کې زيات خلک بېځايه شوي وو.
د برما په غربي ايالت رخاين کې د روهينګايا اقليت په ګډون، چې ملګري ملتونه وايي د نړۍ په کچه تر سخت فشار لاندې ژوند کوي، ځينې مسلمانان هم ژوند کوي.
د برما حکومت وروسته تر هغه په رخاين ايالت کې اضطراري حالت اعلان کړ، چې له تېرې جمعې راهيسې د تاوتريخوالي له کبله لږ تر لږه اته کسان ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول.