د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د افغانستان د نفوسو شمېر ۲۶ نیم میلونه ښودل شوی


په افغانستان کې له ډېرې مودې راهیسي د نفوسو د احصائیې، زیږونې او مړینې په اړه بېلابېل ارقام برابر او خپاره شوې، خو د دقیقې او علمې احصاییې برابرول به په روانو شرایطو کې ډېر ګران کار وي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو لپاره په افغانستان کې د میندو له خوا د زیږونې یا فیرټیلیټي رقم، شپږ اعشاریه شپږ ښودلی دی.

د افغانستان د مرکزي احصایې سلا کار ښاغلی عصمت الله رمزي د میندو له خوا د ماشومانو د زیږونې د شمېر یا فیرټيلیتې د مسلې په اړه وایي:

“ د ماشومانو د زیږونې یا فیرټیلټې اندازه د هغو زیږونو مجموعې شمېر دی چې یوه ښځه یي د زیږونې په مودې یعنې له پنځلس کلنۍ څخه تر ۴۹ یا پنځوس کلنۍ پورې نړۍ ته وړاندې کوي. دا شمېر په افغانستان کې د ناروي هیواد په مرسته د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ کلونو په سروې کې ۶ اعشاریه دري ثبت شویدی”.

ایکونومیست مجلې په افغانستان کې د زیږونې د شمېر په اړه یوې سروې ته اشاره کړې او دا رقم یي پنځه اعشاریه یو ښودلی او وایي، د ا نوی رقم د ملګرو ملتونو د رقم په نسبت کم دی.

ښاغلی رمزي وایي، د میندو له خوا د ماشومانو د زیږونې شمېر د نفوسو د زیاتېدو یوازینی عامل نه دی:

“د نفوسو د زیاتېدو عوامل دري دي او باروري یا د ماشومانو زیږونه یي یو عامل دی. د نفوسو وده مساوي ده:

په یوې مشخصې جغرافیایي ساحې کې د زیږونې شمېر، منفې مړینه، مثبت منفې مهاجرتونه.

په دې معنی چې یوې سېمې ته د خلکو مهاجرت نفوس زیاتوي او له سېمې څخه وتل د نفوسو شمېر راکموي”.


ایکونومیست مجلې د افغانستان د نفوسو په اړه په یوه راپور کې لیکلې چې په افغانستان کې د میندو له خوا د ماشومانو د زیږونې یا فیرټيلیټې شمېر د پاکستان، بنګله دیش، هند او سریلانکا په نسبت زیات دی.

د افغانستان د مرکزي احصایې سلا کار عصمت الله رمزي وایي، دا چې په افغانستان کې د زیږونې شمېر زیات دی، په څنګ کې یي د مړینې شمېر هم پورته دی.

ښاغلی رمزي وایي، د نفوسوپه زیاتېدو سره په ښاري ژوند او نورو برخو کې زیاتې ستونزې هم رامنځ کېږي. پدي اړه باید مربوط وزارتونه او ادارې کاری پلانونه جوړ کړي:

“د نفوسو د شمېر چټک زیاتیدل چې د افغانستان په څېر هیوادو کې موجود دي، د راتلونکې لپاره ډېرې زیاتې ستونزې رامنځ ته کوي. د مثال په ډول د ښارې ژوند په برخې کې، د بی روزګارۍ په برخې کې اوپه ښارونو کې د ګڼې ګونې ستونزې.

هر کال په میلونونو کوچنیان ښوونځېو ته د تلو شرایط پوره کوي او هر کال په سلونو زره نور کسان د کار کوولو سن ته رسیږي او د کارکولو مارکېټ ته داخلیږي.

دوي ته باید د زده کړې، کار او روغتیایی خدمتونو امکانات او آسانتیاوي برابرې شي.

موجود ښاري سهولتونه د راتلونکو کلونو لپاره بسیا نه کوي او د خلکو د اړتیاو پوره کولو په مقصد باید پراختیا ومومي.

هیله من یم چی وزارتونه او مربوطې ادارې د نفوسو دا بدلون په خپلو راتلونکو پلانونو کې په پام کې ونیسي”.


دا هم د یاودنې وړ ده چې په افغانستان کې له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسي د زیږونې پرمهال د میندو په مړینې کې د نظر وړ کمښت راغلی او دا شمېر په هرو یو لک زیږونو کې ۳۲۷ ته راټیټ شوی دی. نړیوال روغتیایی سازمان (WHO) مخکې ویلې و، په افغانستان کې د زیږونې پر مهال په یو لک میندو کې ۱۴۰۰ یي ژوند له لاسه ورکوې.
XS
SM
MD
LG