د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

"د جنرال دوستم په اړه څیړنې پیل شوي"


د لویي څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري
د لویي څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري
د افغانستان لویه څارنوالۍ هیله منه ده، چې پلاوی به يي په کابل کې د ځینو اسنادو له راټولو وروسته ډیر ژر د هېواد شمال ته سفر وکړي او هلته به د نفتو د ایستلو په چارو کې د لاس وهنې د شکایتونو په اړه تحقیقات پیل کړي.

د لویي څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري د شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوي د امنیت د ملي شورا له لارښوونې سره سم یو درې کسیزه پلاوې ټاکلې، څو د شوي شکایت په اړه اسناد راټول کړي.

د ښاغلي نظري په وینا که څه هم دې پلاوي له کانونو وزارت څخه ځینې اسناد راټول کړي، خو غواړي، چې له چینایي کمپنۍ نه هم، چې کارکوونکي یي ګواښول شوي ځینې اسناد ترلاسه کړي.

د لویی څارنوالۍ د معلوماتو له مخې د جنرال دوستم په اړه درې ډوله شکایتونه شوي دي، چې په هغو کې د کانونو د ایستلو په وړاندې د ممانعت رامنځ ته کول، د کمپنیو ګواښول او د باج غوښتنه شامله ده.

تر دې مخکې لویي څارنوالۍ ویلي وو، که د جنرال دوستم او د ده د ملیشو په اړه شوي شکایتونه سم ثابت شي، نو د هېواد د جزایي قوانینو له مخې به په اعدام او یا هم عمر قید محکوم شي.

د هېواد د کانونو وزارت د ملي امنیت د شورا په غونډه کې شکایت کړې وو، چې د هېواد په شمال کې ځینې ډلې او زورواکي د دوي په کارونو کې مداخله کوي او هغه کمپنۍ ګواښوي، چې په دې سیمه کې د نفتو د ایستلو په کار بوختې دي.

افغان ولسمشر هم دغه مسئله خورا جدي بللې او ویلي، چې دا د هېواد له ملي ګټو سره تړلې ده او په دې برخه کې به له هیڅ راز مصلحت نه کار وانخستلای شي:

(افغان دولت په دې اړه مکلف دې او دا ځکه، چې دا مسئله د هېواد د ملي ګټو ستره مسئله ده، له دې نه د افغانستان خلکو ته روزګار برابریږي.

دا د قانوني تعقیب مسله ده، حقایق باید جوت شي، رښتیا او درواغ باید معلوم شي او قانون باید خپله لار ونیسي.)

افغانستان په تیرو دریو لسیزو جنګونو کې که څه هم د ځمکې پر مخ خپلې ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړې، خو د ځمکې لاندې زیرمې هم خوندي پاتې نشوې.

که څه هم د نفتو او ګازو د زیرمو په اړه دا ستونزه اوس اوس پیدا شوې، خو له تیرو دریو لسیزو راهیسې ددغه هیواد د ځینو قیمتي ډبرو او د ډبرو د سکرو کانونه د بیلابیلو زورواکو لخوا په شخصي توګه ایستل کیږي.

زمرد، لاجورد، کرومټ هغه قیمتي ډبرې دي، چې په خپل سر ایستل کیږي، له افغانستان نه بهر قاچاقیږي او بیا ګټه یی هم د یو کس یا ډلې شخصي جیبونو ته پرې وځي.

اکثره افغان کتونکي که څه هم د جنرال دوستم په اړه د شوي شکایت د څیړلو لپاره د حکومت اقدام ستایی، خو وایی، چې باید د نورو زیرمو د خوندي کولو لپاره هم هڅې وشي.
XS
SM
MD
LG