د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۵۳

ترکیې د سوریې له خوا د دوی د الوتکې د ویشتو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي


د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل نن وویلي، چې د سوریې له خوا د دوی پر یوه جنګي جیټ الوتکه پر حملې سترګې پټول امکان نه لري.

د سوریې حکومت پرون تایید کړه، چې د ترکیې یوه جنګي جټ الوتکه یې ویشتي او را غورځولې ده.

د ترکیې دولتی خبري اژانس ″اناتولیه″، نن د جمهور رییس عبدالله ګل په حواله ویلي دي، چې د سوریې له خوا د دې حملې په ځواب کې ټول لازم اقدامات به ترسره کړي.

خو دا نه ده څرګنده شوې، چې جمهور رییس عبدالله ګل دا خبرې چېرته کړې دي.

د ترکیې د ولسمشر په وینا، دې جنګي جټ الوتکې له سوریې سره د پولې پر امتداد په لنډ واټن کې د زیات سرعت تمرین کاوه او ښايي لاره ځينې ورکه شوې وه.

د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي، تر څو څرګنده شي، چې دا الوتکه د ترکیې په فضا کې راغورځول شوې ده او که د سوریې لوري ته ویشتل شوې ده.

د ترکیې د هوايي ځواکونو ″اف ۴ فانټوم″ جنګي جټ الوتکه د مدیترانې په ختیځو سواحلو د پرواز پر وخت ورکه شوه او وروسته یې د ویشتل کیدو رپوټ ورکړ شو.

د سوریې دولتي خبري اژانس ″ثنا″ دا رپوټ تایید کړی دی″ چې دمشق دا الوتکه ویشتې او راغورځولې یې ده.

د سوریې یوه پوځي چارواکي نن د دې هیواد دولتي خبري اژانس ″ثنا″ ته وویل، چې دوی دغه الوتکه په خپل قلمرو کې ویشتې ده:

″موږ ته خبر را ورسید، چې یوه پردۍ الوتکه له لویدیز څخه په ټيټ واټن او شدید سرعت زموږ د اوبو پر سر پر هوايي قلمرو را تیره شوه.″

د ثنا په حواله، د دواړو هیوادونو سمندري ځواکونه د دې الوتکې د لادرکه شویو پيلوټانو د موندلو هڅې کوي.

د ترکیې جمهور ریس ″عبدالله ګل″ نن وویل، چې انقره له دمشق سره په ټلفوني تماس کې ده او دواړه لوري د لټون په عملیاتو کې برخه لري.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان د جمعې په شپه اعلان وکړ، چې د ټولو جزیاتو له څرګندیدلو سره سم به لازم اقدامات ترسره شي.

اردغان دا خبره له کابینې سره تر بیړنۍ غونډې وروسته وکړه. د ده دفتر هم ویلي دي، چې د ورکو شویو پيلوټانو د موندلو لپاره عملیات روان دي.

د ترکیې مطبوعاتو مخکې ویلي وو، چې د سوریې حکومت له دې امله معذرت غوښتی دی، خو صدراعظم رجب طیب اردوغان په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ترکیې پوځ د دې جټ الوتکې د ماموریت په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړي.

ویل کیږي، چې دا پيښه به د ترکیې او سوریې ترمنځ کړکیچن روابط لا خراب کړي.

د انقرې رژیم مخکې لا د سوریې د جمهور رییس بشار الاسد د واک څخه د لرې کیدو لپاره د نړیوالو د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

ترکیې همدا راز له دمشق څخه خپل ډپلوماټان وایستل او ویې ویل؛ چې د دوی د مامورینو ژوند له خطر سره مخامخ وو.

ترکیې د هغو مهاجرینو لپاره کمپونه جوړ کړی دی، چې په سوریه کې د وروستیو ناکراریو له ویرې دې هیواد ته ور تښتیدلي دي.

ویل کیږي، چې په سوریه کې د ناکراریو له امله تر اوسه پورې لږترلږه ۳۲ زره کسان ترکیې ته ور تښتیدلي دی او هلته د مهاجرینو په کمپونو کې پراته دي.
XS
SM
MD
LG