د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۱۲

د قرغې حمله د طالبانو لومړۍ حمله نه ده او نه به وروستۍ وي


زیاتو غربي ورځپاڼو په کابل کې پر سپوږمۍ هوټل د جمعې د شپې د وسله والې حملې په اړه تبصرې خپرې کړې دي. زیات شمیر څیړونکي په دې باور دي، چې دې حملې څرګنده کړه، چې وسله وال طالبان لا هم په کابل کې پر اهدافو د حملو توان لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د حملې پر مهال په سپوږمۍ هوټل کې د موجود میلمنو د وضعیت په اړه لیکنه کړې ده.

د سپوږمۍ هوټل یوه کارکونکي ″ویس″، د دې حملې په اړه نیویارک ټایمر ته ویلي دي، یو شمېر میلمنو له ویرې ځانونه د قرغې بند ته ور وغورځول.

په دوی کې د یو شمېر کسانو حتی اوبازي هم نه وه زده او د لمر تر راختلو پورې يې ځانونه د قرغې بند د یوالونو لاندې پټ کړل.

یو شمېر عیني شاهدانو ورځپاڼې ته ویلي دي، چې حتی شپږساعته د قرغې د بند په دیوالونو پورې ځوړند وو.

د لندن ټایمز ورځپاڼه د پيښې په اړه لیکي، په قرغه کې حمله تر هغه څو ساعته وشوه، چې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د امنیت په تامین کې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل تایید کړل.

ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د دولت د درې ګونو قواوو استازو ته وویل: ″زموږ هیواد امن نه دی او زموږ کورونه مصون نه دي.″

العربیه او یوشمېر نورې خپرونې لیکي، چې د قرغې حمله د طالبانو لومړۍ حمله نه ده او نه به وروستۍ وي.

دې خپرونو په جلال اباد کې د کابل بانک پر دفتر، پر ستاره هوټل، د امریکا د سفارت پر ودانۍ او د کابل پر انټرکانټیننټل هوټل حملو ته اشاره کړې ده.

دا حملې ټولې په افغانستان کې د وضعیت حساسیت څرګندوي. د دې خپرونو په لیکنه، وسله وال طالبان لږترلږه د ځان د مطرح کولو لپاره د کابل ښار په حساسو سیمو د حملو هڅې کوي.

له همدې امله وسله وال طالبان تر ډيره حده د خلکو د راغونډيو پر ځایونو او ډپلوماتیکو سیمو حملې کوي.

ټایمز ورځپاڼه لیکي، له دې حملو څرګندیږي، چې وسله وال طالبان غواړي ثابته کړي، چې د ناټو او امریکایي ځواکونو په تیرو لسو کلونو کې ماته نه ده ورکړې.

ورځپاڼه لیکي، د قرغې حمله په داسې وخت کې شوې ده؛ چې ټول لوري د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو په اړه خبرې کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، داسې حملې په راتلونکې کې د امنیت د تامین لپاره د افغان ځواکونو قابلیت له پوښتنې سره مخامخ کوي.
XS
SM
MD
LG