په کابل کې امنيتي چارواکي وايي مشکوکو طالب وسلوالو تېره شپه ناوخته د کابل د قرغې بند په تفرېحي سيمه کې پر يوه هوټل بريد کړى دى.
دغه کسان چې په درنو وسلو سمبال دي په سپوږمۍ هوټل کې دي چې افغان امنيتي ځواکونه ورسره په جګړه بوخت دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ چارواکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل دغه بريد تلفات هم لري، خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.
وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت منلى دى.
په دې اړه جميلې ظريف د کورنيو چارو وزارت له وياند صديق صديقي سره مرکه کړې