افغانستان کې د سکيټ بورډ څلورم فستيوال
يو ماسپښين هغه سړکونه چې معمولاً به ورباندې موټرو، پوځي کتارونو او په څارو بار لويو ګاډو تګ راتګ کاوه، په هغو ځوانانو ډک شو، چې د سکيټ بورډ لوبه يې کوله. دغه لوبه په دې وروستيو کې په افغان ځوانانو کې دود شوې ده. «سکیتستان» د سکيټ بورډ د سپورټ مرکز دى، چې د جون مياشتې پر ٢١ مه په کابل کې د سکيټ بورډ څلورم فستيوال ترسره کړ. په دې فستيوال کې نژدې ٢٠٠ ځوانانو برخه اخيستې وه، چې ٨٠ تنه يې نجونې وې.