د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

"د فساد په وړاندې مبارزه کې د درې ګونو قواو همکاري اړینه ده"


افغان ولسمشرحامد کرزي د فساد پر ضد د مبارزې او د ښه حکومتداری لپاره د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ په همکاری ټینګار وکړ.

کرزي په خپلې وینا کې په افغانستان کې د اداري فساد شتون د اندیښنې وړ وباله او ویي ویل، چې پس له دې به له مصلحته پرته جدي ګامونه پورته کړي.

دا غونډه د افغان ولسمشر له خوا را بلل شوی وه، چې په کې د کابیني وزیران، د قضایه قوې مسؤلین د ملي شورا د دواړو مجلسونو غړي حاضر وو.

حامد کرزي په هېواد کې ځینو نورو ستونزو ته هم اشاره وکړه او په تیرو لسو کلونو کې یي د دولت یو شمېر کړنې ستونزمنې او ناکامې وبللې.

ولسمشر کرزي په ځانګړي ډول د امنیت په ټینګښت کې افغان دولت او نړېواله ټولنه دواړه ناکامه وبلل.

حامد کرزی زیاته کړه، چې په حکومت کې یي د فساد د مخنیوي لپاره ګامونه هم پورته کړي او پر نړېوالې ټولنې او په ځانګړي توګه پر امریکا یي غږ وکړ، چې په دې لار کې دې له دوي سره همکاري وکړي او قراردادونه دې دولتي چارواکو او د هغوي خپلوانو ته نه ورکوي.

جمهورریس له امریکا څخه وغوښتل، چې د افغانستان بانک مشر چې امریکا ته تښتیدلی بیرته افغان دولت ته وسپاري.

ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې له خوا جوړه شوی یوه کمیټه به هم خپل ۳۵ ماده یي وړاندیزونه جمهور ریس ته وړاندې کړي چې د دغې مجلس د پسرلنی رخصتی له امله وړاندې نه شوه.

د ولسي جرګې غړی وایي، چې د جمهور ریس له څرګندونو ملاتړ کوي، خو په دی شرط چې دغه ژمنې عملي شي.

که څه هم چې ولسمشر په دې برخې کې له ملي شورا څخه د راتلونکو دوو کلونو د اقداماتو لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه، خو یو شمېر کتونکي وایي، چې په تیرو لسو کلونو کې په هېواد کې دولتي فساد دومره ژورې ریښي زغلولي، چې ایستل یي ناشوني بریښي.


XS
SM
MD
LG