د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

افغانستان د نورو هېوادو په پرتله زیات شمېرکډوال لري


په افغانستان کې د کډوالو نړېواله ورځ سږ کال په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې همدا اوس یوازې په کابل کې په سلګونو بې ځایه شوې کورنۍ په کمپونو کې ژوند کوي.

د مناسب چاپیریال نشتوالی، د څښاک ناپاکې اوبه، ښونې او روزنې ته د ماشومانو نه لاس رسی، په خیمو او تنګو کېږدیو کې د زیاتو انسانانو اوسېدل هغه ستونزې دي چې د هېواد په داخل کې بې ځایه شوي افغان کډوال ورسره لاس او ګریوان دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په وینا اوسمهال په نږدۍ ۷۵ هېوادونو کې شپږ میلیونه افغان کډوال د کډوالۍ شپې ورځې تیروي، چې نسبتآ یې ژوند ښه او د ژوند له ځینو اسانتیاوي برخمن دي.

د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، چې یواځې په هېواد کې د ننه ۶۵ زره کډوال لري، چې د طبعي پېښو لکه زلزلې ،سیلابونو او وچکالیو اوهمدارنګه په سیمه کې د ناامنیو له امله کډوالۍ ته اړ شوي.

ملګري ملتونه وايي، چې په وروستیو دوو کالو کې په هېواد کې دننه بې ځایه کېدل زیاته شوې چې له ناامنیو سربېره اقتصادي فشارونه یې هم ستر لااملونه جوړه وي.

د دې سازمان ویاند نادر فرهاد د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل:

(په افغانستان د څلورسوه زرو په شاوخوا کې بي ځایه شوي ژوند کوي، چې د بېلابېلو دلایلو له امله د افغانستان دننه یا دهیواد د ننه بي ځایه شويدي.

د دغه څلورسوه زره شمیرې ډیری په دې وروستیو کې دي یعني په تیرو دوه کلونو کې یعنې پخواکم وو اوس زیات شوي دي، چې څلور سوه زره تنو ته رسیدلي.

ډيری د لایل یې دافغانستان په ځينو سیمو کې ناامني ده او په ځينو مواردو کې په هغو سیمو کې چې دوی دي، د آرامتیا احساس نه کوي همدا دلیل دی چې سترو ښارونو ته راغلي یا په بي ځایه شوي حالت کې ژوند کوي.

په دویمه کټورۍ کې په افغانستان کې داسې افغانان شته چې د اقتصادي دلایلو له امله بي ځایه شويدي.

یعنې په ټولنو کې یې د اقتصادي مشکلاتو فشارونو اړ کړي چې بي ځایه شي او د افغانستان په نورو سیمو او ولایتونو کې ژوند وکړي.)

له بل لوري د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات ازادۍ راډیوته وویل، چې په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې زیات شمېر افغان کډوال اوسېږي چې دوه ډوله ادرسونه لري.

هغه زیاته کړه په پاکستان کې ۱،۷ میلیونه راجسټر شوي او یو میلیون راجسټر ندي او همدا رنګه په ایران کې یومیلیون راجسټر توګه او ۱،۴ میلیونه له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

هغه کډوال چې د اوسېد قانوني اسناد ولري، د۱۹۵۱ کال دجنیوال د نړیوالو کانوانسیون له مخې د ژوند له ټولو حقوقو څخه برخمن دي ،خو هغه کډوال چې قانوني اسناد ونه لري له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.

څو ورځې وړاندې ملګروملتونو د کډوالو چارو دنړۍ دکډوالو په اړه یو تازه راپور خپور کړچې له افغانستانه وروسته عراق،سومالیه ،سوډان او کانګو هېوادونو یې په ترتیب سره لومړي دویم دریم او څلورم مقامونه ګټلي وو.

رحمت الله افغان ـ کابل
XS
SM
MD
LG