د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

خلک: مخابراتي شبکې پر وخت زموږ ستونزې نه حلوي


عام افغانان په هېواد کې پر مخابراتي شبکو انتقاد کوي، چې د خپلو مشتریانو ستونزې پر وخت نه حلوي او دغه ستونزه د دوي پر نورو کارونو بد اغېز کوي.

که څه هم خلک په وروستۍ لسیزه کې د مخابراتي پرمختګونو څخه خوښ دي، خو د مخابراتي شبکو د خدماتو څخه شکایت کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
مستقیم لېنک

عامو افغانانو ازادۍ راډیو ته وویل، چې شبکې د خلکو کوچنۍ تخنیکې ستونزې په ساعتونو او ورځو نه حلوي او یا یې ستونزه د ټیلیفون له لارې نه حلوي، بلکې له لیرو ولسوالیو او سیمو څخه یې خپلو دفترونو ته غواړي، چې په دې ډول خلک له نورو کارونو وزي:

(کله چې د یوه تن په سیمکارت کې ستونزه وي نو ۲۴ساعته وخت ورکوي چې انتظار وباسي ترڅو ستونزه يي حل شي.)

په افغانستان کې پنځه مخابراتي شبکې فعالیت کوي، چې څلور یې شخصي او یوه یې دولتي ده، دغه شبکې د خپلو مشتریانو د خدمتونو لپاره ځانګړي شمېرې لري.

خلک وايي، چې دغه شمېرې ډیر کله پر وخت د مشتریانو هغو شکایتونو ته جواب نه وايي، چې د نورو ټلیفون نمبرونو له خوا دوی او یا یې هم کورنۍ زورول کیږي.

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون هم له مخابراتي شبکو څخه د خلکو شکایتونه مني او له مخابراتو وزارت څخه غواړي، چې د مخابراتي کمپنیو جدي څارنه وکړي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، چې ټولي مخابراتي کمپنۍ باید پر وخت د خپلو مشتریانو ستونزي حل کړي.

د دې وزارت تخنیکې مرستیال بریالي حسام ازادۍ راډیو ته وویل، که د خلکو ستونزې د کمپنیو له خوا پر وخت نه حل کیږي، نو د دې وزارت د شکایتونو 999 شمېرې ده تي زنګ ووهي.

د راپورونو له مخې په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي او په میلیونونو کسان له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شوي، خو د دغو خدمتونو کښته کیفیت او لوړي بیي لا هم پر ځای پاته خبره ده.

په نا امنیو ولایتونو او لیري پرتو سیمو کې بیا خلک وايي، چې مخابراتي شبکې یې په سیمو کې ښه کار نه کوي، یا د شپې له خوا بندیږي او یا هم شبکه فعاله وي خو کار نه کوي.

خلک غواړي، چې د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د مخابراتي خدمتونو د لګښتونو بيي کښته، ستونزې یې ژر حل او د مخابراتي اسانتیاوو کیفیت لوړ شي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG