د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

فرشته حسنې د پاورلفتینګ نجونو لوبغاړو ترمنځ د قوي ښځې لقب وګاټه


فرشته حسنې
فرشته حسنې
فرشته حسنې د افغانستان د پاورلفتینګ نجونو لوبغاړو ترمنځ د قوي ښځې لقب وګاټه.

د افغانستان د پاورلفتنګ فدارسیون مشر فرید احمدصدیقي ازادۍ راډيو ته وویل، د افغانستان د ښځینه وو د پاورلفتینګ په دویم دور ملي لوبو کې له شپږو ولایتونو څخه د اویا نجونو ترمنځ د اتلسو غوره څېرو د ټاکلو تر څنګ د افغانستان تر ټولو غښتلې ښځه هم وټاکل شوه.

ښاغلي صدیقي هیله مندي وښوده، چې د افغانستان د ښځینه وو پاورلفتنګ ملي ټیم به دوه میاشتې وروسته د قزاقستان له اسیایي لوبو څخه په ښو بریاوو هېواد ته راستنې شي.

صفي الله ستانکزی په دې اړه رپوټ برابر کړی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG