د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۳۶

افغان دولت ته د اقتصادي ودې لپاره ۳۰وړاندېزونه وړاندې وشو


د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه په کابل کې په یوه جوړ شوي کنفرانس کې د کانونو، کرنې او انرژۍ په برخو کې افغان دولت ته په لسګونو وړاندیزونه شوي دي.

مخکې له دې چې د چاپان په توکیو ښار کې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په اړه نړېواله غونډه جوړه شي، په کابل کې یو شمېر چارواکو او د اقتصادي چارو پوهانو د کرنې، کانونو او انرژۍ د پراختیا په اړه افغان حکومت ته خپلې سپارښتنې وړاندې کړې.

(د افغانستان د کامیابې اقتصادي ودې کنفرانس) په نوم دغه دوه ورځنۍ غونډه د ایسا یا د افغانستان د پانګونې د ملاتړې ادارې او د افغان جرمن شبکې له خوا جوړه شوه وه.

د افغان جرمن شبکې رئیس قیام الدین جلال زاده وویل، د کنفرانس ګډونوالو افغان حکومت ته د اقتصادي ودې په اړه شاوخوا دیرش وړاندیزونه کړي دي، نوموړي ځینې مهم وړاندیزونه داسې بیان کړل:

"د کانونو په برخه کې دا وړاندیز شوی، چې په رقابتي توګه دې د کانونو په ویستلو کې د پانګه والو ملاتړ وشي.

بله دا چې پانګه والو ته دې بیوروکراسۍ یا اداري پروسې ساده شي. له ملي سرچینو دې ګټه واخیستل شي، لکه د بندونو جوړول. د افغاني متخصصینو ګومارنې ته دې ارزښت ورکړل شوی چې باید وروزل شي تر څو دوی وکولای شي، وده وکړي او دا تضمین کړي چې افغانستان د استقلالیت پر لور ځي."


په دغه دوه ورځني کنفرانس کې سربیره پر دولتي چارواکو، یو شمیر کارپوهانو، متخصصینو او د مدني ټولنې د سازمانونو استازیو ګډون کړی و.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدي د یاد کنفرانس وړاندیزونه نوي ونه بلل.

هغه وویل د دې کنفرانس په نوي فیصده مطرح شويو وړاندیزونو همدا اوس حکومت عمل کوي:

"زه په دې حیران نه یم چې کوم وړاندیزونه چې دلته مطرح شول، تقریبً نوي فیصده یې هغه پالیسۍ دي چې همدا اوس یې حکومت تعقیبوي.

د کرنې په برخه کې یې هم تعقیبوي، په کانونو او انرژۍ کې یې هم تعقیبوي. البته په دې وړاندیزونو کې یې یو څو استثنايي داسې دي چې د بحث وړ دي."


د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وویل، چې د یاد کنفرانس درې څلور وړاندیزونه ورته د منلو وړ نه دي.

هغه د بیلګې په توګه دې ته اشاره وکړه، چې وايي حکومت باید د اقتصاد په برخه کې یوازې پالیسي جوړونکي و اوسي.

ښاغلي احدي د دې خبرې په ردولو سره وویل، کله کله په بازار کې د حکومت مداخله او ګډون د خلکو په ګټه وي.

خو د کنفرانس یو شمیر ګډونوال انتقاد کاوه، چې حکومت په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته د پانګو په راجذبولو کې کامیابه عمل نه دی کړی.

دوي له نا امنۍ او تکنالوژۍ ته د نه لاسرسي سربیره اداري فساد هم د دې یو لوی عامل باله.

که څه هم افغان دولت وايي، چې تر خپله وسه یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره منډې ترړې کړي دي، خو اکثره خلک په دې باور دي چې په تیرو لسو کلونو کې په دې هیواد کې داقتصادي ودې لپاره لویو او اساسي پروژو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG